میرخان مُقری چې د هغه د ابا عبدالله مُقري یاد ژوندی ساتي، وايي د سندرې جوړولو پر مهال یې څو ځله ژړلي. وايي د کمپوز پر مهال یې سخت وژړاوه، بیا یې د ثبت، او د ویډیو جوړولو پر مهال مجبور شو د احساساتو له امله څو ځله شوټینګ ودروي.
د میرخان په وینا د کابل سندره یوازې یو هنري او سندریز اثر نه دی، دا د یوه ملت ګډ احساسات او دردونه دي او غواړي د خپل پلار هغه وصیت په ځای کړی، چې وايي، “موسیقي باید د خلکو او وطن لپاره وي”.
“کابل” هغه سندره ده چې د یوې تاریخي پلازمېنې د ښکلا، مینې او لوړتیا روایت انځوروي او د میلیونونو افغانانو زړونه داسې رېږدوي، لکه د سینمای پامیر د ژمي سړه هوا چې له سینې تېرېږي.
میرخان مُقری وايي، هر هغه څوک چې کابل پېژني او هلته یې یو ساعت تېر کړی وي، له دې سندرې سره به ژور عاطفي تړاو پیدا کړي. “دا سندره زما غږ نه، بلکې د میلیونونو افغانان درد دی”.
دغه ځوان، خو د هنر او موسیقۍ له روح سره بلد سندرغاړی وايي، افغانان د سختې نهیلۍ، ظلم او د انساني آزادیو د نشتوالي ښکار او هر ورځ د ډېرو سختو کړاوونو سره مخېږي چې دی هڅه کوي دغه درد او پیغام د هنر له لارې ټولې نړۍ ته ورسوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668 Account for international payments: NO15 0530 2294 668 Vipps: #557320
Comments are closed.