د حاملګۍ پر مهال ډیر ځله تشناب ته تلل، د ادرار پر وخت سوزش، د ګیډې په لاندني برخه کې دردونه محسوسیدل، کله ناکله تبه درلودل. دا ډول حالت هیڅکله له نظره مه غورځوئ ځکه کیدای شي چې UTI (د ادرارو د لارې مکروبي ناروغي) تشخیص شي، چې د مور او ماشوم لپاره ډیرې خطرناکې پایلې لرلئ شي. اکثره حامله ښځې دا ډول ناروغۍ سره مخ کیږي. هغه امیدواره ښځې چې د دې نښو/علایمو په اړه شرم کوي، چا سره تکلیف نه شریکوي او بې پروا يې نیسي نو په نتیجه کې د ډیرو سختو ستونزو سره مخ کیدای شي.
په داسې حالتو کې ناروغ باید څه وکړي: اړوند متخصص ډاکټرې سره ضروري ده، چې مشوره وشي. له دې سره سره روزانه درې یا درینم لیتره اوبه باید وڅښي ځکه چې د کافي اوبو څښلو سره بکتریا خارجیږي او د ناروغ تکلیف کمیږي. پاکوالي ته باید ډيره توجه وکړي، عامه تشناب باید استفاده نشي، ادرار باید په بدن کې تر ډیره وځنډول شي، د ډاکټر په مشوره باید درملنه وشي او په خپل سر له درملو خوړلو څخه ډډه وشي. ځکه که یوه حامله ښځه یاده ناروغي له علاج کولو پرته پریږدي، علایم لوړیږي او د زیږون په پروسه کې ډیر پیچلیتوب رامنځته کیدای شي. که تاسو او ستاسو د کورنۍ غړي یادې نښې د حامله ګۍ پرمهال محسوس کوي نو متخصصې ډاکترې سره تماس ونیسئ. دغه پوسټ له نورو سره شریک کړئ ترڅو عامه پوهاوئ وشي او نورو کورنیو ته مو خیر ورسیږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.