اویا کاله وروسته د مهاتما ګاندی د وړاندوینې ثبوت د پاکستان په هکله

سید عبیدالله نادر

0 1,268

د لویو خلکو او پوهو خلکو ډیری لیری لید وي ، یعني  د خپلي پوهی او کرامت او تجربو په رڼا کې ډیر لری واټن ته یې نظر رسی لکه په دې متن کې د ګاندي په هکله

وایي چې کله چې د مسلمانانو جلا غوښتتونکو نهضت د محمد علی جناح او اقبال لاهوري په سر کردګۍ د پرمختګ په حال کې وو، نو لوی ګاندی څو ځلي د محمد علي جناح څخه درخواست او هیله وکړه ، چې هندوستان پریږدي چې د دیني او قومی سمبول په شکل او نمونه او خپل مینځی ژوند د یوی نمونۍ په شکل د یو صلحه آمیزه ژوند د هندوان ، مسلمانان ، عیسویان، او د بوداییانو یو نمونه په جهان کې وي ، خو د هغه ځايه چې جناح  او د هغي طرفدارانو دا تفرقه اچونکی ماموریت ،د انګلیس له خوا قبول کړی وو ، د لوی ګاندی دا درخواستونه او غوښتنۍ یي رَد کړې ، کله چې ګاندی یقین حاصل کړو، چې جناح د خپل تصمیم یعنی د مسلمانانو جدایي د هندوستان د پیکر څخه، د یو نوی هیواد د تشکیل له پاره، یعنی پاکستان د جوړولو د پاره نیولی، نو په آخری دیدار کی يی بل ځل داسي محمد علی جناح ته وویل: هندوستان د یو پیکر یا جسم حیثیت لري، پیکر د یو غړي په قطع کیدو سره با وجود د دي چې کافی درد احساس کوی خپل حیات ته دوام ورکوی، لیکن قطع شوی د بدن غړۍ ګنده کیږي او بوی اخلي، او د هغي بوی ټول ځایونه نیسي، تقریبآ اویا کاله تیریږي چې پاکستان د هند له پیکر څخه جلا شوی، خو د دي لوی سړي او د کرامت خاوند وړاندوینه په یو انکار نا پذیر واقعیت بدل شوی .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply