په چین کې روباټونه صنعتي کرښو ته داخل شول

38

په چین کې د مصنوعي ځیرکتیا برخه په چټکۍ سره وده کوي، او په دې برخه کې پانګونه یوازې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ۲۰۲۵ کال د ټولې پانګونې له نیمایي څخه زیاته شوې ده. د دې برخې وروستۍ لاسته راوړنه دا ده چې انسان‌نما روباټونه د دودیزو تولیدي کرښو ترڅنګ د فابریکو د ورځنیو کارونو د ترسره کولو لپاره کارول کېږي.
د چین د ختیځ په جیانګ‌شي ولایت کې د نانچانګ ښار په یوه هوښیار وسایلو جوړوونکې فابریکه کې، اوس څلور انسان‌نما روباټونه د پراخ تولید په کرښه کې په کار بوخت دي. دا روباټونه داسې دندې ترسره کوي لکه د خامو موادو پورته کول او د پرزو دقیق ځای پر ځای کول، او دا ټول په یوه بشپړ خودکار او منظم سیستم کې ترسره کېږي.
هر روباټ کولای شي خپل کاري پړاو شاوخوا په ۱۸ ثانیو کې بشپړ کړي او په یوه ساعت کې نږدې ۳۰۰ ټوټې تولید کړي. د دوی دقت او بریالیتوب کچه هم له ۹۸.۵ سلنې څخه زیاته ښودل شوې ده. د دودیزو روباټیکو بازوګانو برعکس، دا روباټونه پېچلو او ځانګړو وسایلو ته اړتیا نه لري او په چټکۍ سره د بېلابېلو محصولاتو د تولید یا د بېلابېلو کاري سټېشنونو لپاره تنظیمېدلی شي.
د دې فابریکې مسؤلین وایي چې د دغو روباټونو کارول د کارګرو لپاره د کاري خطرونو او د تکراري کارونو له امله د جسمي فشار کچه راکموي. په پایله کې، کارګران کولای شي لا ارزښتناکو، تخصصي او لږ خطر لرونکو کارونو ته ولېږدول شي.
د شانګهای په یوه چینایي روباټیک شرکت کې د «تجسم‌یافته مصنوعي ځیرکتیا» د برخې شریک او مشر، یاو مائوچینګ، وایي چې د دغو روباټونو کارول د سخت‌افزار، الگوریتمونو او د سیستمونو د همغږۍ په برخه کې د لویو پرمختګونو څرګندونه کوي. هغه ټینګار وکړ چې همدې پرمختګونو انسان‌نما روباټونه له څېړنیز او ازمایښتي پړاو څخه عملي صنعتي کارونې ته رسولي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.