په وروستیو درې میاشتو کې د پاکستان پوځ بیا ملکي هدفونه بمبار کړل، هغه هدفونه چې د جګړې په قوانینو کې جنایت ګڼل کېږي. خو د پاکستان د پوځ ویاند له دې بمبار څخه لاس لرل رد کړ. پوځ په دې رد کې په غیر مستقیم ډول پړه پر امریکا واچاو، که څه هم د امریکا نوم یې په ښکاره ندی اخیستی. دلته د پاکستان د پوځ انکار دوه لاملونه لرلی شی :
یو دا چې طالبان د ابهام په یوه تیاره فضأ کې کېږدي تر څو چی د انتقامی ځواب ورکولو کې تردد وکړي.
بل دا چې د راتلونکو مذاکراتو فضا له طالبانو سره ، چې د ترکیې، سعودي عربستان، ایران او قطر په منځګړیتوب ترسره کېږي، مغشوش نه کړي.
سوال دا دی چې که د پاکستان پوځ په هوایي بریدونو کې لاس نه درلود، نو الوتکې د کوم هېواد وې ؟ او د کوم جواز له مخې د پاکستان له فضا څخه تېرې شوې او د افغانستان قلمرو ته ورننوتی ؟
ښکاره ده چې د پاکستان چارواکي د داخلي ناامنۍ په فضا کې وارخطا شوي او د مسؤلیت د تیښتې لپاره یې شعبده بازي ته مخه کړې.
فاسد پاکستاني پوځ باید دې حقیقت ته آشنا شي چې : د دغه واقعیت په نظر کی نیولو سره چې د پاکستان ډېری جهادي ډلې د افغانستان د حاکم روحانیت تر عقیدوي سیوري لاندې دي، د پاکستان هر نظامي برید پر افغانستان باندی په اتومات ډول د ټي ټي پي او نورو جهادي ډلو عکس العمل د پاکستان د چارواکو پر ضد راپاروي. دا په دې معنا ده چې پاکستان باید د خپلې وروستۍ ګستاخی ځواب د خپل قلمرو دننه د خپل ولس له خوا په انتظار اوسی.
دا ځواب د اسلامي ډلو یو خودبخودي او طبیعي عکس العمل دی چې نه د طالب مشرانو فتوا ته اړتیا لري او نه د دیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان سره د جګړې په نیت د طالبانو د پوځ لشکرکښۍ ته ».
د افغان طالبانو او د پاکستان د ځینو اسلامي ډلو ترمنځ د مبارزې سوابق او عقیدوي وحدت پاکستانی چارواکو دې پایلې ته رسولي چې که د طالبانو واکمنی په افغانستان کی دوام وکړي، پاکستان به د ناامنۍ په څپو کې ډوب او متلاشي کېږي.
په قوي احتمال د خطر د دفع لپاره امریکا او اروپایي اتحادیې د طالبانو د حکومت د سقوط جواز پاکستان ته ورکړی دی. آصف منیر د امریکا په سفر کې او شهباز شریف د پاکستان صدراعظم په اروپایي اتحادیه کی د خپل وروستی سفرونو څخه د تروریزم پر ضد د مبارزې موافقه ترلاسه کړل. هغه تروریزم چې پاکستان یې منبع په افغانستان کې ګڼي.
د طالب مخالفینو راتولولو ته پام د طالب ضد توطئه بل اړخ دی :
د امریکا او پاکستان استخبارات د طالبانو له مخالفینو سره د اړیکی د جوړیدو هڅه ګړندي کړیدی.
په هر حال ! دا مهال د طالبانو د حکومت د له منځه وړلو تبلیغ د فشار د لاسوند په توګه کارول کېږي. پاکستان ښه پوهېږي چې د طالبانو د حکومت په سقوط سره به په سیمه کې د کنترول نه وتلي انارشۍ رامنځته شي او پاکستان به د میدان بایلونکی وي.
ښکاره ده چې پاکستان په ماهرانه ډول د نړۍ د کرکی فضا چې د طالبانو د کړنو پر ضد حاکمه ده، د خپل ګټې لپاره کاروي. دا تور کندې طالبان پخپله د ځان لپاره کیندلی ده : د اساسي قانون پر بنسټ د معیاري حکومت نشتوالی، د داخلي مشروعیت فقدان، دیپلوماتیک انزوا، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازي تړل، د ښځو د بورقې اغوستلو اجبار، ټول د طالبانو پر ضد د نړۍ د کرکي فضا خپره کړیده.
طالبان کولای شي د خپلو دیني باورونو په ساتلو او په عین حال کې د واقع بینۍ او د ۲۱مې پېړۍ د ژوند له ارزښتونو سره د آشتی کولو له لارې، بې له جګړې پاکستان شاتګ ته اړ کړي.
۲۵/۱۱/۲۰۲۵
« پای »
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.