د افغانستان پر خاوره د پاکستان پوځي رژیم د وړمې شپې بریدونو ته د یوناما غبرګون

85

کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۴): یوناما د افغانستان پر خاوره د پاکستان د وړمې شپې هوایي بریدونو ته غبرګون ښودلی او ویلي ېې دي چې د پېښې ډېری قربانیان ماشومان دي او د ملکي خلکو خوندیتوب په موخه یې نړۍوالو قوانین ته د درناوي غوښتنه کړې ده.

د راپورونو له مخې، وړمه شپه دوولس بجې د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې پاکستان د یوه ملکي کس کور بمبار کړ چې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه کسان په‌کې شهیدان شول. دغه‌راز پاکستان په کونړ او پکتیکا کې هم هوایي بریدونه کړي چې په‌کې څلور ملکي کسان ټپيان شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې په خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستان د وړمې شپې هوایي بریدونو کې لږ تر لږه لس کسان شهیدان او شپږ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې د پېښې ډېری قربانیان ماشومان دي.

دغه دفتر یو ځل بیا د «ملکي کسانو د ساتنې او هغوی ته د زیان اوښتو مخنیوي لپاره نړۍوالو قوانینو ته د درناوي» غوښتنه کړې ده.

اسلامي امارت هم پر افغانستان د پاکستان د تېرې شپې بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې د خپل هوايي او ځمکني حريم او خلکو دفاع خپل شرعي حق بولي او په مناسب وخت کې به لازم ځواب ورکړي.

ياد بريدونه د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف، د سولې عالي شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالله او ځینو نورو سیاستوالو هم پر سختو ټکو غندلي دي.

د بشري حقونو نړۍوال بنسټ (IHR) هم د پاکستان د پوځي رژیم د یاد برید په اړه ویلي، پر هغو سیمو بریدونه چې ملکي خلک په‌کې مېشت دي او د ډېرې مرګ‌ژوبلې لامل ګرځي، له نړۍوالو حقونو او بشردوستانه اصولو جدي ‌سرغړونه بلل کېږي.

دغه بنسټ د یاد برید د سملاسي، رڼې او خپلواکې څېړنې او په ښکاره د عدالت منګولو ته یې د عاملینو د سپارلو غوښتنه ګړې ده.

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.