اوکراین کې د نړیوالې سرمشریزې غونډه– د لوېدیځو هېوادونو د مرستو اعلان

258

نن د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په ۲۴مه، د اوکراین د جګړې د دريم کال د پوره کېدو په ورځ د نړیوالو هېوادونو سرمشریزه د کیف په ښار کې ترسره شوه.

پدې سرمشریزه کې یو شمېر لوېدیځو او متحدو هېوادونو د اوکراین لپاره د پراخو مرستو اعلان وکړ، چې موخه یې د دغه هېواد دفاعي ځواک پیاوړی کول او د روسیې پر وړاندې یې مقاومت ته دوام ورکول دي.

کاناډا اعلان وکړ چې اوکراین ته به ۲۵ زغروال موټر (LAV III) د F-16 جنګي الوتکو لپاره ۴ روزنیز ماشینونه، پوځي مهمات، او د روسیې ۵ میلیارد ډالرو کنګل شوې شتمني ورکړي. دا مرسته به د اوکراین د نظامي تجهیزاتو د پیاوړتیا لپاره وکارول شي.

بریتانیا وويل چې اوکراین ته به د ۵.۶ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي مرسته برابر کړي، چې پکې پرمختللي وسلې، مهمات او نور نظامي تجهیزات شامل دي. دا د بریتانیا له لوري یو له تر ټولو لویو مالي مرستو څخه ګڼل کېږي.

ناروې اعلان کړی، چې په ۲۰۲۵ کال کې به د اوکراین لپاره ۳.۵ میلیارد یورو ځانګړي کړي. دا مالي مرسته به د اوکراین د نظامي، اقتصادي او بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره وکارول شي.

سویډن هم وويل چې اوکراین ته به د ۱۱۳ میلیون ډالرو په ارزښت د هوايي دفاع سیستمونه ورکړي. پدې مرستو کې Robot 70 او Tridon Mk2 دفاعي سیستمونه شامل دي، چې د اوکراین د هوايي مدافعې د پیاوړتیا لپاره مهم ګڼل کېږي.

هسپانیا اعلان کړی، چې د ۱ میلیارد یورو په ارزښت پوځي مرسته به اوکراین ته برابر کړي. دا مرستې د اوکراین د دفاعي او نظامي ځواک د تقویې لپاره مهمې دي.

فنلنډ وويل چې ۴.۵ میلیون یورو به د اوکراین د زیربناوو د بیارغونې، دولتي خدماتو او د اروپا له یوځایوالي د ملاتړ لپاره ځانګړي کړي.

استرالیا له ۲۰۲۲ راهیسې پر روسیې تر ټولو لوی بندیزونه اعلان کړل، چې ۷۰ کسان او ۷۹ سازمانونه پکې شامل دي. همداراز، نیوزیلنډ هم د روسیې پر ضد نوي بندیزونه اعلان کړل.

د ناروې صدراعظم: “اوکراین به احتمالاً په ۲۰۲۷ کال کې د اروپایي اتحادیې غړیتوب ترلاسه کړي”

د ناروې صدراعظم یوناس ګار سټورې ویلي، چې اروپایي هېوادونه باید د راتلونکي امنیتي نظام د جوړولو په اړه خپله وړتیا ثابته کړي. نوموړي وویل:

“اروپا نشي کولای یوازې لاس پورته کړي او ووایي: موږ دلته یو، موږ ته د خبرو میز کې ځای راکړئ، ځکه چې د امریکا ولسمشر کولی شي پوښتنه وکړي: تاسو ولې دلته یاست؟ تاسو دلته څه کولی شئ؟”

هغه زیاته کړه: “له همدې امله، اروپا او اوکراین باید دا ځای د سیاسي، نظامي، او اقتصادي ځواک په وسیله ترلاسه کړي.”

د دغو پراخو مرستو اعلان ښيي، چې لوېدیځ هېوادونه او متحدین د اوکراین د ملاتړ لپاره خپلې ژمنې عملي کوي، او هڅه کوي، چې دغه هېواد د روسیې د یرغل پر وړاندې لا زیات مقاومت ته چمتو کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.