اوکرایني کډوال ښايي په اروپا کې دایمي پاتې شي – د اوکراین لپاره ستره ننګونه

218

د جګړې او اوږدې بې‌ثباتۍ له امله د اوکراین وګړو په پراخه کچه اروپا ته پناه یووړه، خو اوس داسې ښکاري چې ډېری یې ښايي په تلپاتې توګه په اروپايي هېوادونو کې پاتې شي.
د بریتانیا مشهورې مجلې The Economist د وروستي راپور له مخې یوازې ۴۳ سلنه اوکراینیان پلان لري چې خپل هېواد ته بېرته ستانه شي، په داسې حال کې چې د جګړې له پیلېدو مخکې دغه شمېر ۷۴ سلنه و.
د جګړې اوږدېدل او د ژوندانه د بنسټیزو اسانتیاوو نشتوالي د دې لامل شوي چې زیات اوکراینیان په اروپایي هېوادونو کې د پاتې کېدو پرېکړه وکړي.

د جګړې له پیلېدو راهیسې د سلګونه زره کسانو کډوالۍ نه یوازې د دوی ژوند اغېزمن کړی، بلکې د اوکراین پر اقتصاد، ټولنیز جوړښت، او دفاعي وړتیاوو هم مستقیم اغېز پرېوتی دی.

د اټکلونو له مخې د اضطراري حالت له پای ته رسېدو وروسته ښایي د هېواد نیم میلیون نور وګړي چې ډېری یې سړي دي له اوکراین څخه ووځي. دا به د جګړې تر پایه د اوکراین د کار بازار، تولیدي سکتور، او حتی د هېواد دفاعي ځواک ته یوه ستره ننګونه واړوي.
اوکراین په تېرو څو کلونو کې د نفوس د کمښت له بحران سره مخ دی. د خلکو له وتلو سره د ځوان نسل کمېدل، د کار بازار کمزوري کېدل، او د دفاعي وړتیاوو زیان لیدل هغه مهمې ستونزې دي چې د هېواد راتلونکې ته جدي ګواښ پېښولی شي.

کارپوهان پر دې باور دي چې اروپايي هېوادونه باید د اوکرایني کډوالو د ستونزو د حل لپاره اوږدمهاله تګلارې جوړې کړي، او په ورته وخت کې د اوکراین حکومت باید د خپلو وګړو د بېرته راستنېدو لپاره په هېواد کې د ژوند او امنیت شرایط برابر کړي. که د جګړې د پای ته رسېدو لپاره کومه حل‌لاره ونه موندل شي، د کډوالو د دایمي پاتې کېدو ستونزه به د اوکراین لپاره لا ژور بحران رامنځته کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.