ملي لوبډله هسکه غاړه له زیمبابوې څخه هیواد ته را ستنه شوه

0 955

دعوت میډیا ۲۴ (سه شنبه، ۷ وری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله هسکه غاړه له زمبابوې څخه وروسته له دې چې د غوراوي سیالیو اتلولي یې پخپل نوم کړه، نن ماسپښین د کابل هوایي ډګر له لارې هېواد ته راستنه شوه. ملي لوبډله په داسې حال کې چې د غواروي سیالیو جام د اصغر ستانکزي په لاس کې و، د کابل هوايي ډګر څخه راووتله، او د کرېکټ بورډ او مینوالو لخوا ورته تود هرکلی وشو. افغانستان کرکټ ملې لوبډله که څه هم د ۲۰۱۹م کال نړيوال جام غوراوې سیاليو په پيل کې ښه ونه ځلېدله، خو په سوپر سيکس پړوا کي يې خپلو ټولو سيالانو ته ماتې ورکړه، او په واسطه یې د غوراوې سياليو جام هم وګاټه. افغان لوبغاړو په دغو سیالیو کې یو شمېر نړیوال ریکارډونه هم پخپل نوم کړل. لومړی محمد نبي، چې لومړی افغان لوبغاړی شو په یو ورځنیو سیالیو کې یې ۱۰۰ ویکټې ترلاسه کړې او ۲۰۰۰ منډې یې جوړې کړې. دویم مجیب ځدراڼ، تر ټولو ځوان لوبغاړی شو او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ چې په کم عمرۍ کې یې زیاتې د لوبې غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کړې، نوموړي تر دې دمه ۳ ځل د غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کړي، چې له دې وړاندې دغه ریکارډ د شاهد افریدي په نوم و، نوموړي په ۱۷ کلنۍ کې ۲ ځل د غوره لوبغاړي جایزه ترلاس کړې وې. درېیم راشد خان، چې د نړیوالو لوبو په پنځوس اوریزو سیالیو کې یې د ۱۰۰ چټکو ویکټو اخیستلو نړیوال ریکارډ پخپل نوم کړ، نوموړي دغه ریکارډ په ۴۴مه لوبه کې پوره کړ، چې له دې وړاندې د میچل سټارک (په ۵۳ سیالیو کې) په نوم و. د یادونې وړه ده چې په اپریل میاشت کې به ځینې افغان لوبغاړي په هند تجارتي لیګ کې د لوبېدلو لپاره هند ته ځي، چې له هغه وروسته به په ۱۴م جون خپله لومړۍ تاریخي ټيسټ لوبه د هند ملي لوبډلې په وړاندې ترسره کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply