افغانستان مذهبي او قبیلوي ټولنه ده، نو له دې امله دلته د دیني علماو، قومي مشرانو او متنفذینو رول فوق العاده زیات دی، ځکه ولسونه د همدغو دوو طایفو نظر او فکر ته درناوی لري او د هغوی په لارښوونو عمل کوي.
حکومت دې په هېواد کې د شته ناخوالو په ځانګړي ډول د جنګ د ختمولو لپاره د علماو او متنفذینو له دغه رول او نفوذ څخه ګټه واخلي. په لومړي ګام کې دې د علماو او متنفذینو هڅې په خپلو کې سره همغږې کړي او هغوی دې دېته وهڅوي چې د یوې واضح او مشخصې برنامې له لارې د جنګ، تشدد او افراطیت پر ضد په ولسونو کې کار وکړي.
په کلیو او ولسونو کې جومات او منبر د دیني عالم ، دېره او حجره د متنفذینو او مشرانو په واک کې دي، نو دوی دې له ولسونو سره په دې اړه دوامدار بحثونه وکړي او په لومړي قدم کې دې د عامه پوهاوي، بحثونو او مذاکرو له لارې مخته لاړ شي او خلک دې په دې وپوهوي چې څنګه له شته ناخوالو او جنګ څخه د وتلو لپاره په ګډه اقدام وکړي.
د دې لپاره نه بل ځای ته د تګ اړتیا شته او نه هم نورو سیمو ته. د هرې سیمې، کلي، ولایت او ولسوالۍ علما او مشران دې یوازې په خپلو کلیو او سیمو کې چېرې چې ژوند کوي دغه هڅې پیل کړي او له خلکو سره دې په اړه په وضاحت خبرې وکړي. د خلکو نظرونه دې واوري او بیا دې هغوی ټول د افغانستان ملي ګټو ته په پام واحد لورته سوق کړي.
له خپلو سیمو او کلیو څخه د دغه ډول ملي بحث او پوهاوي پیلول دوه ګټې لري، لومړۍ ګټه یې داده چې هر متنفذ او دیني عالم په خپله سیمه او کلي نظر نورو سیمو او ځایونو ته زیات نفوذ لري او بله ګټه یې داده چې پر یو وخت د هېواد په هره سیمه او کلي کې دغه ملي کمپاین او عامه پوهاوی پیلېږي او په ډېر کم وخت کې ډېره ښه پایله او نتیجه ورکوي، ځکه دغه پوهاوی او جریان له پروژې څخه په پروسې بدلېږي.
که چېرې دیني علما او متنفذین د واضح برنامې له لارې د حکومت په ملاتړ او هڅونه ګد کار پیل کړي، نو نه یوازې په سوله کې به خپل رول ادا کړي، بلکې د خشونت، افراطیت، قومي تعصباتو، فساد پر ضد هم ډېر داسې څه کولی شي چې له امله به یې هېواد او هېوادوال له اوسنیو ور پېښو ستونزو او ناخوالو څخه خوندي شي.
ځکه د تاریخ په اوږدو کې چې هر ځل افغانستان له لویو ستونزو او ناخوالو سره مخ شوی دی، نو د دیني علماو او متنفذینو د اجماع، توافق او هلو ځلو له برکته د ستونزو پر حل بریالي شوي دي .
د قومونو رول په مختلفو ولایتونو او زونونو کې فرق کوي، ځکه د ځینو متنفذینو او علماو شهرت او نفوذ تر یوې سیمې، زون او یا ان هېواد پورې محدود وي، نو د هغوی نفوذ او شهرت ته په کتو دې هغوی استخدام شي. قومي مشران او قومونه د سولې د موافقتنامو په تطبیق کې موثر رول لوبولی شي دوی کولی شي سوله د کلي او کورنیو په کچه تطبیق کړي او بالاخره دغه بهیر د هېواد په کچه وغخېږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320