د محکومیت غږ (پښتونخوا\زاهد صدیقي

0 897

ولې پښتونخوا د ترورېزم، د جګړه مارو، قاچاقچیانو، وسلو پلورونکو، قاتلانو، د تمدن ضد او د ښوونځیو سوزوونکو “ځاله” ده؟
ولې د دې ځالې په اور کې هره ورځ بې شمیره بې وزله، بې سواده او پښتانه په بیلابیلو نمونو سوزځي او وژل کېږي؟
دا اور چا بل کړی؟
په پښتونستان ایالت کې د پاکستان فډرالي هېواد تل ورته کورنی کړکېچ غواړي، ترڅو د پښتونستان پښتانه له خپلمنځي ستونزو سر راپورته نه کړي او د پاکستان په سیاسي جوړښت کې له پنجابیانو سره سیال نه شي.
پاکستان غواړي، چې دغه پښتانه تل ذلیل، خوار، محرومه او د سیاست له کړۍ بهر وي،خپله هره ناوړه کړنه د دوی په نوم خلاصه کړي.
پاکستان دننه له یوې خوا د بیلتون غوښتونکو له ډلو سره لاس او ګریوان دی او له بلې خوا د اکثریتو لپاره د پاکستان په سیاسي نظام کې د پنجابیانو د ډېرې برخې لرل د زغم وړ نه ده. د ځینو کارپوهانو په اند، په دې برخه کې پاکستان د خپل سیاسي وحدت د ساتلو په موخه تل خپل ځواکمن او قوي استخبارات کارولي.
د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې، چې نږدې ۱۸ میلیونه پښتانه میشت دي، بیلتون غوښتونکي او خپلواکي غواړي.
په ورته وخت کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ، د بلوچانو شمېر (۶۰) او د پښتانو (۴۰) سلنه اټکل کېږي، له نورو قومونو څخه مخکې د بیلتون او خپلواکۍ چیغې وهي.
د پاکستان د سیند ایالت په ځانګړي ډول د کراچۍ په ښار کې د پښتنو او هندي مهاجرینو ترمنځ لانجه لا پرځای پاتې ده.
دا چې په پاکستان کې پښتانه ګوندونه او قومونو د پښتونستان په نوم د خپلواک حکومت په لټه کې دي او بلوچان د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په موخه د پاکستان حکومت پر وړاندې اوس هم وسلواله مبارزه کوي، نو دا او ورته نورو موارد د پاکستان د فډ‌رالي نظام لپاره یو ستر چیلنج او ګواښ دی.
په اوسني وخت کې په پاکستان کې د یوه پښتون زلمي نقیب الله(مسود) د وژل کیدو په تړاو د “پښتنو احتجاج” تر عنوان لاندې پراخه لاریون پیل شوی دی. یاد تازه پیل شوی لاریون د بیلتون غوښتونکو ډلو لپاره غوره موقع ده خو د پاکستان لپاره بیا د سیاسي کړکیچ د نوي پړاو پیل دی.
که په پاکستان کې د روان پراخه لاریون اور مړ نه شي نو لرې به نه وي، چې د پاکستان سیاسي جغرافیه په څو سیاسي برخو ووېشل شي او د بیلتون غوښتونکو د بیلتون خوب به په حقیقت بدل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply