د وسله والو مخالفینو د نوې خبر پاڼې سره سم دا احتمال شته چه د کابل تحت الحمایه حکومت د په انتر کانتی نانتل هوتل باندې د برید غچ د جنگي اسیرانو نه واخلي.
افغانستان د بهرني اشغال او د جګړې په حالت کې قرار لري. نړیوال قوانین د ملي واکمنۍ په نشتوالې او د اشغالګرو په وړاندې د جګړې په شته والې هغه کسان چه د جګړې په بهیر کې د جګړې د اړخونو له خوآ توقیف کیږي د جنګي اسیرانو په توګه پیژني. د جګړې اړخونه مکلفیت لري چه د جنګي اسیرانو په برخه کې نړیوالو قوانینو ته درناوي وکړې. د ’’ جینوا ‘‘ ۱۹۲۹ او ۱۹۴۹ کانوانسیونه جنګي اسیران تر کلکې حقوقي پوښښ لاندې راوړلې. د جینوا ۱۹۴۹ کانوانسیون پخپلو ۱۳ او ۱۴ مه حکمونو کې د جنګي اسیر شکنجه یا اعدام د جنګي جنایت په بڼه پیژني اوعاملین ېې د نړیوالو قضایي مراجعو له خوأ د سزا وړ بولي.
وسله وال مخالفین د خپلو ملګرو د اعدام خبر په اوریدو سره په خپله وروستۍ اعلامیه کې په قهرجنه لهجه څرګنده کړیده چه :
’’ زموږ له ملګرو سره هرډول ناسمه کړنه به سخت غبرګون ولری او مسئولیت به یې د کابل ادارې د امنیتي او قضائي چارواکو په غاړه وي.
اسلامي امارت په دې اړه د کابل ادارې ته خبرداری ورکوي، که يې د مجاهدینو د په شهادت رسولو هڅه وکړه نو موږ به په ډيره ښه بڼه د خپلو مظلومو شهیدانو انتقام درڅخه واخلو …
هرڅه چې د بندیانو په اړه کیږی هغه به د رژیم د نظامی، امنیتی او قضائی ادارو په امر او د رژیم د نورو ادارو په خوښه تر سره کیږي او زموږ د بالمثل عمل هدف به هم همدا ارګانونه وي ‘‘.
د طالبانو ننني ګواښ د ١٣٩٢ کال پیښه رایادوي :
طالبانو د ١٣٩٢ کال د وري په ١٤ مه د خپل انډیوالانو د غچ اخیستنې په موخه د فراه په محکمه باندې برید وکړ: په محکمه باندې برید د ۱۳ طالبانو د محاکمې د مخنیوي په موخه تر سره شو چه
په کې ۵۳ کسانو ووژل شول. د وژل شوېو کسانو په ډله کې ۹ قاضیان، ۳ څارنوالان او ۱۰ پوځیان شامل و.
واقعیت دا دي چه د اشغال او جګړې په حالت کې جنګي اسیران او سیاسي بندیان د اشغالګرو ځواکونو تر ادارې لاندې قرار لري. سره له دې چه امریکا د جنګي اسیرانو د نړیوالو کانوانسیونونو یو اړخ جوړوي خو په افغانستان کې د بې بازخواستي د فضأ نه په ګته اخیستنې سره، د طالبانو د احتمالي اعدام حکم د امریکا د جنرالانو له خوٱ صادریږي. د کابل حکومت یوازې د حکم د تطبیق اجرائیوي صلاحت لري. خو مظلومو افغاني څارنوالان او قاضیان باید د امریکائي جنرالانو د حکم د اجرأ په بدل ځانونه قربان کړي. ځکه چه د کلک امنیتي تدابیرو له کبله امریکائیان په آساني وسله وال مقاومت منګلو ته نه لویږي.
د سزأ نړیوال دیوان د جنګي اسیرانو اعدام د جګړې د حقوقو د موازینو سرغړونه بللې او عاملینو ته یی د اشد مجازات وړ شمیرلې.
د جنګي اسیرانو اعدام د سولې په پروسه کې چه دندوره یې په وروستیو وختو کې
گرمه ده ناوړه اغیز لرلي شي. ’’ پایان ‘‘
فرانسه
٠٥/٠٢/٢٠١٨
دوکتور محمد عثمان تره کي
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320