دوه شپې مخکې ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني، ناڅاپه د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې ته لاړ، سرتیري او افسران یې له نژدې څخه ولیدل او له هغوی سره یې د کابل د امنیت په هکله خبرې وکړې.
په دې کتنه کې ولسمشر د هېواد له ځوانانو څخه وغوښتل چې له امنیتي ځواکونو سره یو ځای شي او خپله خاوره وساتي. ولسمشر زیاته کړه چې اوس د ارادې، کوټلو اقداماتو او یووالي وخت راغلی!
د هېواد ساتنه بې له شکه په ټولو افغانانو فرض ده. د هېواد د ځمکنې بیشپړتیا، سیاسي واکمنئ، ملي حاکمیت او خپلواکي ساتنه، د افغانستان د ټولو خلکو هېواد پاله دنده ده او هېڅوک باید په دې برخه کې ناغېړي ونه کړي.
که د افغانستان لنډ معاصر تاریخ ته وګورو، د پخواني پاچا اعلیحضرت محمد ظاهر زامنو عسکري مکلفیت دوره تېروله. د هېواد د لومړني ولسمشر محمد داوود زامنو هم ځانونه له عادي خلکو څخه ډېر لوړ نه بلل او عسکري ته تلل.
د خلکو د دموکراتیک ګوند د ډېرو مشرانو زامنو هم خپل مسوولیتونه پېژندل او د مکلفیت دورې تېرول یې نه هېرول.
که له دې پړاوونو څخه تېر شو، په اوسني حالت کې زموږ ګران هېواد له یوی خونړۍ جګړې سره مخامخ دی او هره ورځ د سر او مال قرباني ورکوي؛ خو اوس دا هېوادنې جګړه ډېرو بېوزله خلکو ته ور پاته ده. هغوی چې هم حلاله ډوډۍ غواړي هو هم هېواد یې ګران دی. د چارواکو او ملیونرانو زامن د اردو، پولیسو او امنیت صفونو کې نه لیدل کېږي؛ خو شل پنځه ویشت کلن نازولي جنرالان شته چې نه په (الف) پوهېږي نه په (ب) او نه یې جګړه له نژدې لیدلې ده!
اوس ښاغلي ولسمشر په داسې حال کې د افغانستان په ځوانانو غږ کوي چې له امنیتي پوځونو سره یوځای شي، چې خپل زوی یې په امریکا کې دی! د اجراییه رییس کورنۍ په هند کې اوسي، د ډېرو نورو وزیرانو، تنظیمي مشرانو، مشاورینو، والیانو، جهادي قوماندانانو، اقتصادي مافیا، شتمنو او سوداګرو کورنۍ او ځوان زامن په لندن او دوبۍ او استانبول او ډیلي او اسلام آباد او نورو هېوادونو کې اوسي او د هېواد د ساتنې په برخه کې هېڅ مسوولیت نه احساسوي!
واقعیت دا دي هغه کسان چې په هر نامه په دې وطن واکمني چلوي او ډېر مادي او معنوي امتیازات لري، باید د سرښندنې په کار کې هم سرلاری واوسي او ځانونه خلکو مثالونه جوړ کړي.
که د ولسمشر، اجراییه رییس، وزیرانو، مشاورینو او نورو چارواکو او د امتیاز د خاوندانو زامن د هېواد د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ودري، نور ځوانان به هم وهڅېږي چې د مشرانو د زامنو په شان، د وطن دفاع فرض وبولي او په ډېره مینه له امنیتي ځواکونو سره یوځای شي او د ګران هې،اد رنګارنګ دښمنانو ته غاښ ماتوونکي ځوابونه او ګذارونه ورکړي!
د همداسې یوې ورځې په هیله چې د ولسمشر او یو بزګر او یو موچي زامن، ټول څنګ په څنګ په یوه ټولي کې سرتیري وي او د هېواد ساتنې سنګرونه تاوده وساتي!
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320