تر ولادت وروسته د ویښتو تویېدل ولې کېږي او څه باید وکړو؟
د ماشوم تر ولادت وروسته د ښځې په بدن کې هورموني بدلونونه ډېر ژر راځي. کله چې استروجن کم شي، ویښتان د تویېدو مرحلې ته داخلېږي — او دا یو طبیعي او لنډمهاله حالت دی.
ولې ویښتان تویېږي؟
– د امیندوارۍ پر مهال استروجن لوړ وي، ویښتان قوي او نه تویېږي
– د زیږون وروسته استروجن ناڅاپه راټیټېږي
– ویښتان د Shedding Phase یا تویېدو مرحلې ته داخلېږي
– دا حالت معمولا د ۳–۶ میاشتو ترمنځ ډېر ښکاري
ښه خبر دا دی:
دا تویېدل دایمي نه دي. د هرې نوې مور ویښتان بېرته وده کوي او په ۹–۱۲ میاشتو کې عادي حالت ته راګرځي.
څه وکړو چې ویښتان ژر ښه شي؟
– مغذي غذا: اوسپنه، پروټین، هګۍ، پالک، مغز لرونکي توکي
– نرم ویښتو ساتنه: سخت برش مه کاروه، تاوده وسایل کم وکاروه
– ویټامینونه: بیوتین او نور ضروري ویټامینونه وده قوی کوي
– مساج: د وینې جریان ښه کوي
– حوصله: دا یوازې یو پړاو دی، نه د تل لپاره ستونزه، خو که د میاشت څخه واوړی ژر تر ژره متخصص ډاکتر ته مراجعه وکړۍ
نوې مور ته پیغام:
ته ستړې یې، په بدن ګی دي یو لوی تغیر راغلی دی، خو لا هم قوي یې. دا بدلون ستا د بدن د رغېدو برخه ده. ویښتان به بېرته راشي، ښکلا به بېرته ځلېږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.