کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا مخکني ځانګړي استازي د افغانستان پر خاوره د پاکستان د پوځي رژیم تازه هوايي بریدونه غندلي او ويلي یې دي، د ملکي وګړو په نښه کول او د پراخې جګړې رامنځته کېدو احتمال نه شي کولای د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې حل کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي: «تېره شپه ۱۲ بجې د خوست د ګربزو ولسوالۍ پر مغلګي سیمه د پاکستان یرغلګرو ځواکونو د ولایتخان په نوم د یوه ملکي کس کور بمبار کړ چې له امله یې ۹ ماشومان (۵ هلکان او ۴ نجونې) او یوه ښځه شهیدان شوي او کور یې ویجاړ شوی دی.»
د هغه په وینا، په کونړ او پکتیکا کې هم هوايي بریدونه شوي چې په پایله کې یې څلور ملکیان ټپیان شوي او دوو کورونو ته زیان رسېدلی دی.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا مخکني استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د پوځي رژیم د دغو بریدونو په غبرګون کې پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ملکي وګړو په نښه کول او د پراخې جګړې د رامنځته کېدو احتمال د افغانستان او پاکستان د ستونزو حل نه دی. صبر، زغم او واقعيبینانه ډیپلوماسي تر ټولو غوره لار ده.
نوموړي زیاته کړه، داسې راپورونه شته چې ډېر ژر به د ترکیې یو لوړپوړی پلاوی اسلاماباد او ښایي کابل ته سفر وکړي څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوې هوکړې لپاره هڅه وکړي؛ داسې هوکړه چې له مخې یې دواړه هېوادونه ژمنه وکړي چې کسانو یا ډلو ته به اجازه نه ورکوي چې خپلې خاورې د یو بل د امنیت تهدید لپاره وکاروي.
د خلیلزاد په وینا، په دې هوکړه ښایي د یوه عملیاتي یا نظارتي دفتر جوړول هم شامل وي چې ښايي په انقره کې فعال شي او کارکوونکي یې له ترکیې، قطر، افغانستان او پاکستان څخه وي. د دغه مرکز دنده به یوازې څارنه نه وي، بلکې د شکایتونو او د سرغړونو د ادعاوو په صورت کې به د ستونزو د حل مسوولیت هم لري.
د افغانستان لپاره د امریکا مخکنی ځانګړی استازی وايي: «زه له دغه نوښت څخه هرکلی کوم او له دواړو هېوادونو، افغانستان او پاکستان څخه غواړم چې له دغه بهیر سره همکاري وکړي.»
Tensions Erupt as Afghan Officials Accuse Pakistan of Deadly Airstrike, Killing Women and Children
مجاهد: افغانستان به د پاکستان برید ته په لازم وخت کې مناسب ځواب ورکړي
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.