مجاهد: افغانستان به د پاکستان برید ته په لازم وخت کې مناسب ځواب ورکړي

82

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد وایي چې امارت به د پاکستان د بریدونو په وړاندې په “ضروري وخت” کې “مناسب ځواب” ورکړي.

مجاهد د خپلې “ایکس” پاڼې (X/Twitter) په پوسټ کې لیکلي، “د افغانستان اسلامي امارت د تېرې شپې د پاکستان د بریدونه غندي او له خپل هوايي او ځمکني حريم او خلکو څخه د دفاع کولو خپل شرعي حق بولي، چې به یې په مناسب وخت کې لازم ځواب ورکړي.”

د راپورونو له مخې، تېرې شپې د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې پاکستانۍ پوځي الوتکو د یوه ملکي کور بمبار کړ، چې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه کسان شهیدان شوي دي. په همدې ډول په کونړ او پکتیکا ولایتونو کې هوایي بریدونه ترسره شوي، چې په کې څلور ملکي کسان ټپیان شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند د پاکستاني پوځيانو د دې بریدونو په اړه لیکلي: “دا بریدونه د افغانستان د حريم نقض او د پاکستانۍ ادارې له خوا له ټولو منل شوو نړیوالو نورمونو سره صریح ټکر لري.”

هغه زیاته کړې، “د پاکستاني پوځيانو دغه ډول جنایت نه یوازې دا چې کومه لاسته راوړنه نه ده، بلکې یو ځل بیا ثابته شوه چې د غلطو معلوماتو پر بنسټ اقدام د وضعیت له لا ترینګلتيا او د پاکستان د پوځي رژیم له رسوایۍ او ناکامۍ پرته بله پایله نه شي لرلای.”

په پایله کې یې ټینګار کړی چې اسلامي امارت “دغه سرغړونه او جنایت په کلکه غندي او یو ځل بیا تکراروي چې له خپل هوايي او ځمکني حريم او خلکو دفاع کول خپل شرعي حق بولي او په مناسب وخت کې به لازم ځواب ورکړي.”

د افغانستان پر دریو ولایتونو د پاکستان له جنایت ډک بریدونه

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.