له هغې ورځې چې ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو فعالیت زیات شوی، له همغې ورځې د سیمې او نړۍ استخبارات کار کوي چې څنګه کیدای شي افغان ورونه قومونه یو د بل پروړاندې راوپاروي او د یو بل په سپکاوي سره یې د یو بل دښمنان کړي.
تر یوه حده بهرني استخبارات د کورنیو کړیو په همکارۍ په دې کار کې بریالي شوي هم دي، خو په ټولنیزو رسنیو او ځانګړي ډول فیسبوک کې هوښیار او وطن پرست ځوانان شته چې هڅه کوي د دې ډلو مخه ونیسي او ورونه قومونه یووالي ته وهڅوي.
ځینې وخت هڅه شوې چې د یو سمت یا قوم مشر په بل اړخ سپک کړي او ځینې وخت کې د بل اړخ مشر راواخلي له بل ادرس څخه یې سپک کړي، خو دا په اصل کې جعلي ادرسونه دي او کار کوي چې څنګه د افغانانو یووالی له منځه یوسي او ټول د یو افغان په نوم خپل هویت و نه مني.
اوس چې د برښنايي تذکرو د ویش موضوع پيل شوه، دا کړۍ چې په ځانګړي ډول ایران او پاکستان پکې ډيره دلچسپي لري، د قومونو او هویت موضوع یې راپورته کړې، یوه ډله په جعلي ادرسونو ځان افغان نه بولي او بله ډله په جعلي ادرس نورو قومونو ته سپکې سپورې وايي چې د افغان کلمې پروړاندې یې حساسیت او عقده زیاته شي.
په اصل کې د افغان له کلمې سره په افغانستان کې یو څو محدود کسان مخالف دي او هغوی دا مخالفت د شخصي ګټو او قومي تجارت لپاره کوي، تاجک، پښتون، هزاره، ازبک، ترکمن او …. ټول قومونه په افغانستان کې ویاړي چې افغانان دي، خو دا چې ځینې یې په دې نه پوهیږي چې اشخاص یې د خپلو ګټو لپاره کاروي، داسې نه ده پکار چې ټول قوم او سمت یې په سپکه یاد شي.
بهرني استخبارات په ځانګړي ډول ایران او پاکستان په دې پوه شوی چې افغانان زیات شمېر یې فیسبوک کاروي او له دې لارې زیات کسان راپاریږي، نو کله د حکومت پرضد پوسټونه کوي چې د حکومت پروړاندې خلک راپورته کړي، کله د طالبانو له ادرسه او کله د داعش له ادرسه داسې پوسټونه کوي چې دا وضعیت بحراني وښيي او خلک په راتلونکي بې باوره کړي.
ملي امنیت او کشفي ارګانونو که څه هم په دې برخه کې زیات کار کړی چې د دې ډول جعلي ادرسونو مخه ونیول شي او په دې برخه کې خلک پوه کړي، خو بیا هم هره ورځ په جعلي نوي ادرسونه جوړیږي او کار کوي چې څنګه کیدای شي د افغانانو یووالی زیانمن کړي او یا یې له منځه یوسي.
افغانان اوس تر بل وخت په دې پوه دي چې بریالیتوب او ثبات یې په یووالي کې دی او پرته له یووالي هیڅ قوم نه شي کولای ارام ژوند وکړي، خو دا چې ځینې قومي سوداګر چې له بهرنیو استخباراتو پيسې اخلي کار کوي چې ورونه قومونه د یو بل پروړاندې وکاروي او له دې لارې شخصي ګټې او نامشروع سیاست وکړي.
تاسو به ډير کله او یا په ځانګړي ډول دې ورځو کې ځیر شوي یاست چې هر څومره چې د قومونو تر منځ نفاق ته لمن وهل کیږي، اکثر یې بې هویته جعلي ادرسونه دي، هغه ادرسونه چې جعلي نه او اصلي دي، هغوی فکر کړی چې په مقابل کې یې یو قوم راپورته شوی او له افغانیت منکر کیږي او یا یې په حکومت کې ونډه زیاته او یا کمه ده.
خو دا هر څه د دې لپاره دي چې افغانستان یو ځل بیا د نویمو کلیزو جګړو ته لاړ شي او نسبي امنیت او پرمختګونه یو ځل بیا په جګړو کې له منځه لاړ شي، د نن ورځې هوښیار کس هغه بللی شو چې د یووالي لپاره کار وکړي او نور خلک هم پرينږدي چې د بل چا په لمسون د بل د ګټو لپاره وکاریږي.
یو قوم چې د بل قوم په نوم باندې جعلي ادرس وګوري چې سپکاوی یې شوی، هغه هم د خپل غچ اخیستو لپاره د بل قوم، سمت او ژبې پروړاندې لیکل کوي او دا لړۍ د هغو استخباراتو په ګټه ده چې د همدې لپاره یې کسان او ډلې ګمارلې دي.
که چیرې خدای مه کړه دا وضعیت همداسې دوام وکړي، د افغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي چې بیا به د هیڅ قوم او هیڅ ژبې خاوند په افغانستان کې ژوند و نه شي کړلی، نو ښه لار دا ده چې لکه د ورونو ټول یو ځای کار وکړو او په یو غږ او یو مټ باندې د یو سوکاله افغانستان لپاره حکومت ته لاس ورکړو، هغه حکومت چې د ټولو قومونو استازي او خلک پکې شته دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320