د ۲۰۱۸ كال د لېسانس، ماسټرۍ او دوكتورا په سويه د تركيې د تحصيلي بورسونه.

0 1,149

د ۲۰۱۸۸ كال د لېسانس، ماسټرۍ او دوكتورا په سويه د تركيې د تحصيلي بورسونو لپاره د نوم ليكنې بهير د فبرورۍ په پنځمه نېټه پيل او د مارچ د مياشتې تر پنځمې نېټې پورې به دوام وكړي.
هېره نه كړئ چې دقيقه نوم ليكنه ستاسې د برياليتوب ضمانت كوي.
د یادولو وړ ده چې د Win Scholarshipp ټيم به تاسو ته ويډيویي لارښود او همدارنکه په ژوندۍ بڼه یو پروګرام ولري.
نو که پوښتنه لرئ له ځان سره یې وساتئ تر څو په ژوندۍ بڼه یې په مخامخ توګه له یو مجرب کس څخه وپوښټئ.
هیله ده چې زموږ پاڼه له دوستانو سره شریکه کړئ، ستاسو مرسته زموږ سره د پاڼې شېیر کول دي تر څو ډېری ځوانانو ته خبر ورسېږي او دې بورسونو ته اپلای وکړي.
د نوم لیکنې رسمي وېبپاڼه:
https://www.turkiyeburslari.gov.tr/en/english-home/
عمومي معلومات
تركيه د لېسانس، ماسټرۍ او دوكتورا سربېره په يو شمېر نورو برخو كې هر كال شاوخوا ۵۰۰۰ بورسونه وركوي. دې بورسونو ته د نړۍ د ټولو هېوادونو نه نږدې ۹۰ زره زده كوونكي مراجعه كوي. تركيه په پام كې لري چې سږ كال څه باندې ۵۰۰۰ كسانو ته تحصيلي بورسونه وركړي. داسې اټكل كيږي چې سږ به دې بورسونو ته د نړۍ د ټولو هېوادونو نه شاوخوا ۱۰۰ زره كسان مراجعه وكړي.
د تركيې بورسونه په نړۍ كې يواځيني تحصيلي بورسونه نه دي چې د هېڅ ډول آزموينې پرته وركول كيږي. هغه زده كوونكي چې د بورسونو په ابتدايي شرايطو برابر وي يواځې د نوم ليكنې د آنلاين فورمې په ډكولو سره ددې چانس لري چې په تركيه كې لوړې زده كړې وكړي.
د تركيې بورسونو ته د نوماندو كسانو د ټاكل كېدو پروسه ډېره شفافه ده. د ټولو نوماندو د نوم ليكنې فورمې او اسناد په انقره كې د ځانګړي مسلكي ټيم لخوا ارزيابي كيږي. مركه يا انټرويو هم د همدې ټيم لخوا ترسره كيږي. ددې امله د درغليو د ترسره كولو او واسطې احتمال پكې نشته دى.
د بورسونو ګټونكي، د دوى د اسنادو تر څنګ د نوم ليكنې په فورمه كې د معلوماتو له مخې ټاكل كيږي. پدې لړ كې نږدې ۱۰۰ زره كسان رقابت كوي. ددې امله د نوم ليكنې په فورمه كې د زده كوونكو لخوا ليكل شوې هره جمله ډېره مهمه ده. حتى يوه جمله كيداى شي چې ستاسې د برياليتوب يا پاتې كېدو لامل شي.
د تركيې د تحصيلي بورسونو امكانات
د تركيې د تحصيلي بورسونو ټول امكانات وړيا دي. ددې ترڅنګ لاندې خدمات هم په وړيا توګه وړاندې كيږي.
۱- محصلينو ته مياشتنى معاش
د لېسانس د پروګرامونو لپاره هره مياشت لږ تر لږه ۷۰۰ تركي لېرې وركول كيږي .
د ماسټرۍ د پروګرام لپاره هره مياشت لږ تر لږه ۹۵۰ تركي لېرې وركول كيږي .
د دکتورا د پروګرام لپاره هره مياشت لږ تر لږه ۱۴۰۰ تركي لېرې وركول کېږي.
د فوق دکتورا د پروګرام لپاره هره مياشت لږ تر لږه ۲۲۰۰ تركي لېرې وركول كيږي .
د یادولو وړ ده چې د دکتورا او فوق دکتورا بورسونو لپاره به د کور کرایه هم سږ کال ورکړل شي.
۲- استوګنه
په تركيه كې بورس لرونكي بهرني زده كوونكي په دولتي ليليو كې په وړيا توګه استوګنه كولاى شي. ددې ترڅنګ بهرني زده كوونكي كولاى شي چې په خپل مصرف كورونه هم ونيسي.
۳ – د پوهنتونونو فيس
د تركيې د تحصيلي بورسونو ګټونكي د پوهنتونونو د فيسونو نه معاف دي.
۴ – وړيا روغتيايي خدمات
د تركيې د تحصيلي بورسونو ګټونكي كولاى شي چې د تركيې په هر روغتون كې په وړيا توګه د خپل ځان هر ډول درملنه وكړي. ګټونكي د وړيا روغتيايي بيمې مستحق كيږي.
۵ – د تركي ژبې زده كړه
د تركيې د تحصيلي بورسونو ګټونكو ته په لومړي كال د تركي ژبې وړيا زده كړې وركول كيږي. دا زده كړې يو تحصيلي كال “ ۹ مياشتې“ دوام كوي. پدې موده كې د بورس د ټولو اسانتياو نه برخمن كيدى شي.
۶ – د تګ – راتګ او ترانسپورټ لګښتونه
د تركيې د تحصيلي بورسونو ګټونكو ته د تګ راتګ لپاره د الوتكې ټكټ وركول كيږي. د يادولو وړ ده چې دا ټكټ، تركيې ته د لومړي ځل لپاره د راتګ او د زده كړو په پاى كې هېواد ته د بېرته د ستنېدو پر مهال وركول كيږي. د زده كړو پرمهال په رخصتيو كې هېواد ته د تګ راتګ لپاره د الوتكې ټكټ نه وركول كيږي.
۷ – ښاري ترانسپورټ
د تركيې په بېلابېلو ښارونو كې د اړوندو ښارواليو لخوا د ښاري ترانسپورټ په برخه كې زده كوونكو ته تخفيف وركول كيږي. ددې تخفيف نه بهرني زده كوونكي هم ګټه پورته كولاى شي. حتى په ځينو ښارونو كې د بهرنيو زده كوونكو لپاره ښاري ترانسپورټ وړيا دى.

د تركيې د بورسونو لپاره د نوم ليكنې شرايط
۱- د لېسانس د پروګرامونو لپاره د نوم ليكنې پرمهال د نوماند عمر بايد تر ۲۱۱ كلونو پورته نه وي. سربېره پر دې د لېسې د دورې د درې كلنو نمرو اوسط يې لږ تر لږه تر ۷۰ سلنې لوړ وي.
۲- د ماسټرۍ د پروګرامونو لپاره د نوماند عمر بايد تر ۳۰۰ كلونو پورته نه وي. سربېره پر دې د لېسانس د دورې ډيپلوم بايد هم ولري.
۳ – د دوكتورا د پروګرامونو لپاره د نوم ليكنې پرمهال د نوماند عمر بايد تر ۳۵۵ كلونو پورته نه وي. سربېره پر دې د ماسټرۍ د دورې ډيپلوم بايد هم ولري.
۴- داسې روغتيايي ستونزې و نه لري چې د نوماند د تحصيل مخنيوى وكړي.
د تركيې د تحصيلي بورسونو رسمي اكاډيميكه ژبه تركي ده. په تركيه كې هغه پوهنتونونه چې رسمي ژبه يې انګليسي يا بله ژبه وي د پورتينو اسنادو سربېره د TOEFL يا IELTS په څېر د نړيوالو آزموينو نمرې هم غواړي. پدې اړه جزييات د اړوند پوهنتون د وېبپاڼې نه ترلاسه كولاى شئ.
هغو نوماندو ته لومړيتوب وركول كيږي چې د افغانستان په كانكور كې يې ګډون كړى وي او نسبتاً لومړې نمرې يې اخيستې وي.
نوم ليكنه يواځې د انټرنېټ له لارې ترسره كيږي.
د تركيې تحصيلي بوسونو ته د برياليتوب پروسه
د تركيې تحصيلي بورسونو ته د نوماندو زده كوونكو د برياليتوب پروسه دوه مهم پړاوونه لري.
۱ – د نوم ليكنې د شرايطو د پر ځاى كولو او د نوماند د اسنادو د ارزوونې پړاو
۲۲ – د مصاحبې ( انټرويو) د ترسره كولو پړاو

۱ – د نوم ليكنې د شرايطو د پر ځاى كولو او د نوماند د اسنادو د ارزوونې پړاو
د تركيې د تحصيلي بورسونو لپاره د نوم ليكنې پروسه د انټرنېټ له لارې په آنلاين ډول ترسره كيږي. د نوماندو زده كوونكو د ارزوونې ټوله پروسه په تركيه كې د يوې خپلواكې ادارې لخوا عملي كيږي.
د يادولو وړ ده چې بورسونو ته د برياليتوب په موخه په افغانستان كې هېڅ ډول آزموينه نه اخيستل كيږي. بورسونو ته د ټاكل كېدو اصلي شرط، د لېسانس د پروګرام لپاره د لېسې د درې كلنو نمرو اوسط، د ماسټرۍ د پروګرام لپاره د لېسانس ډيپلوم او ترانسكرېپټ او د دكتورا د پروګرام لپاره د ماسټرۍ ډپيلوم او ترانسكرېپټ دى.
ددې ترڅنګ د اسنادو د ارزوونې پرمهال د هغو نوماندو د ټاكل كېدو چانس ډېر دى چې د كانكور په آزموينه كې ګډون كړى وي او نسبتاً لومړې نمرې يې اخيستې وي. دا لاندې اسناد كه څه هم جبري نه دي خو د نوماند په ټاكل كېدو په بهير كې مرسته كوي.
– د كانكور د آزمونې نمرې
– د معتبرو كورسونو نه د فراغت ډپيلومونه
– د TOEFL او IELTS په څېر د نړيوالو آزموينو نمرې
– په ښوونيز او اكاډيميك ډګر كې هغه اسناد چې له مخې يې د نوماند د برياليتوب او هلو ځلو چارې څرګندې شي.
– د لېسانس د پروګرام لپاره بايد د لېسې د درې كلنو نمرو اوسط لږ تر لږه تر ۷۰ سلنې پورته وي.
– د ماسټرۍ او دوكتورا د پروګرامونو لپاره بايد د لېسانس د دورې د ترانسكرېپټ د نمرو اوسط لږ تر لږه تر ۷۵ سلنې پورته وي.
– د طب د پوهنځي لپاره د نوماندو د لېسې د درې كلونو نمرو اوسط لږ تر لږه تر ۹۰ سلنې پورته وي.
۲ – د مصاحبې ( انټرويو) د ترسره كولو پړاو
د تركيې د تحصيلي بورسونو لپاره د انټرنېټ له لارې د نوماندو آنلاين مراجعت په انقره كې د يوې خپلواكې ادارې د مسلكي ټيم لخوا ارزول كيږي. ددې ارزونې په پايله كې هغه نوماند چې د آنلاين مراجعت فورم يې په دقيق ډول ډك كړى وي او ټول اسناد يې آپلوډ كړي وي ددې ټيم لخوا په كابل كې د تركيې سفارت ته د مصاحبې ( انټر ويو) لپاره را غوښتل كيږي. د مصاحبې لپاره ټاكل شوو نوماندانو ته د نوموړو د برېښناليك له لارې خبر وركول كيږي.
د مصاحبې يا انټرويو پرمهال د تركيې د بورسونو د خپلواكې ادارې مسلكي غړي د يو ژباړونكي په واسطه د نوماندو سره خبرې اترې كوي. ددې خبرو اترو په پايه كې د تركيې د تحصيلي بورسونو نهايي ګټونكي اعلانيږي او د يوې مياشتې په موده كې تركيې ته د زده كړې لپاره راغوښتل كيږي. د بورسونو لپاره د آنلاين نوم ليكنې نه پېل د نهايي ګټونكو د نومونو د اعلان پورې اړوند بهير په اوسط ډول شاوخوا څلور مياشتې وخت نيسي.

يادونه:
د نوم ليكنې د پيل نه وړاندې د لاندې اسنادو سكن شوې كاپي بايد په USB یا كمپيوټر كې ولرئ.
۱ – ډيپلوم يا شهادتنامه
۲- د آزموينو د نمرو سند
د هغو آزموينو د نمرو سند چې تاسې پكې ګډون كړى دى. د بېلګې په ډول كه چېرې مو په كانكور كې ګډون كړى وي د كانكور د نمرو د سند ( په كابل كې د لوړو زده كړو د وزارت او په ولايتونو كې د پوهنې د ریاستونو څخه مرسته اخیستی شئ) سكن شوې كاپي بايد ولرئ. همداراز كه چېرې د ټافل او يا كومې بلې ژبې سندونه ترلاسه كړي وي، هغه هم سكن كړئ. ( د معتبرو كورسونو سندونه هم ستاسې په ګټه دي.)

۳ – د نمرو ترانسكرېپټ
د لېسانس د بورسونو لپاره د لېسې د درې كلنو نمرو ترانسكرېپټ، د ماسټرۍ او دوكتورا لپاره د لېسانس د دورې د څلور كلنو نمرو ترانسكرېپټ بايد له ځانه سره ولرئ.( كه چېرې په انګليسي ژبه وي لا ښه دى او كه نه وي نو په پښتو ژبه هم منل كيږي.)

۴ – پاسپورټ يا د هويت تذكره.
كه چېرې پاسپورټ لرئ نو د پاسپورټ سكن شوې كاپي او كه يې نه لرئ نو د هويت د تذكرې سكن شوې كاپي تياره كړئ.

۵ – يوه قطعه سكن شوى عكس
كه چېرې مو پورتني اسناد تيار كړي وي نو د لاندينو هداياتو په نظر كې نيولو سره په شاوخوا ۱- ۲ ساعتونو كې كولاى شئ چې د نوم ليكنې بهير په اسانۍ سره پاى ته پاى ته ورسوئ.

د نوم ليكنې بهير
د نوم ليكنې پرمهال لاندې بهير تعقيب كړئ او بيا د هداياتو سره سم فورمه ډكه كړئ.

د https://www.turkiyeburslari.gov.tr/en/english-home/ وېبپاڼې ته لاړ شئ او لاندې د انګليسي ژبه انتخاب كړئ.
د انګليسي ژبې تر انتخاب وروسته د نوم ليكنې د فورمې د ترلاسه کړئ.
په نوې پرانيستل شوې پاڼه كې د فورمې د ډكولو په موخه بايد ځانله يو حساب “ اكونټ“ جوړ كړئ.
په پرانيستل شوې پاڼه كې به خپل شهرت په اړه معلومات وليكئ.
د حساب ( اكاونټ) د فعالوولو پرېښناليك
كله مو چې دا مرحله پاى ته ورسوله تاسې ته يو برېښناليك راځي. خپل inboxx كنترول كړئ، يو برېښناليك به وګورئ.
دا لېنك كلېك كړئ. وروسته به يوه پاڼه پرانيستل شي. پدې پاڼه كې خپل د برېښناليك پته او پسوړډ وليكئ او د نوم ليكنې فورمې ته ننوځئ
د نوم ليكنې درجه
په لاندې برخه كې، كه چېرې د لېسانس لپاره مراجعه كوئ لېسانس، كه د ماسټرۍ او دوكتورا لپاره مراجعه كوئ نو د ماسټرۍ او دوكتورا آپشنونه انتخاب كړئ.
پدې ډول د نوم ليكنې فورمه مو پرانيستل كيږي. دا فورمه د لاندنيو معلوماتو په اساس په غور سره ډكه كړئ.
شخصي معلومات پاملرنه!
– كه چېرې د زېږېدو نېټه په مو د ميلادي كليزې په واسطه نشئ موندلى نو په ګوګل كې د هجري شمسي د كليزې نېټه د ميلادي كليزې په نېټه د بدلوو پروګرامونه ومومئ. دا پروګرامونه معمولاً په ايراني سايټونو كې موندلى شئ.
– كه چېرې مو بيا هم ونشواى موندلى نو د زېږېدو نېټه داسې ليكلى شئ. 01-01-199 … یعنې د زېږېدو ورځ او مياشت مو د جنورۍ د مياشتې لومړۍ نېټه انتخاب كړئ او بيا وروسته د زېږېدو كال انتخاب كړي.
– د شهرت د معلوماتو په برخه كې دقيق و اوسئ. دا معلومات تر پايه پورې همداسې پاتې كيږي.
د انځور پورته كول (آپلوډ)
خپل عكس په سمه توګه په خانه كې ځاى پر ځاى كړئ.
د كورنۍ په اړه معلومات
د اړيكو په اړه معلومات
پاملرنه!
– په پورتنيو خانو كې ستاسې معلومات ډېر اهميت لري. مركې “ انټرويو “ ته ستاسې د راغوښتل كېدو پر مهال د پورتنيو اړيكو نه ګټه پورته كيږي. پدې ډول د پوتنيو خانو په ډكوولو كې د پوره دقت نه كار واخلئ.
د لېسانس، ماسټرۍ او دوكتورا د زده كړو په اړه معلومات
– پدې برخه كې بايد د خپلو زده كړو په اړه معلومات وليكئ.
– د لېسانس لپاره د لېسې او د ماسټرۍ او دوكتورا لپاره د پوهنتون په اړه معلومات د له ورکړل شوي لېست نه انتخاب كړئ.
د لېسانس، ماسټرۍ او دوكتورا د زده كړو په اړه معلومات
– پدې برخه كې بايد د خپلو زده كړو په اړه معلومات وليكئ.
– د لېسانس لپاره د لېسې او د ماسټرۍ او دوكتورا لپاره د پوهنتون په اړه معلومات د ورکړل شوي لېست نه انتخاب كړئ.
پاملرنه:
– كه چېرې مو خپلې زده كړې په كوم بل بهرني هېواد كې ترسره كړي وي نو لطفاٌ د پورتني لېست نه د هغه هېواد نوم انتخاب كړئ.
– كه چېرې ستاسې د نمرو د سيستم خانه فعاله نه وي نو د افغانستان د كانكور د نمرو په سيستم خپلې نمرې وليكئ.
– د زده كړې د برخې په خانو كې د خپلو زده كړو په اړه دقيق معلومات وليكئ. دا معلومات د بورسونو د سيستم لخوا ارزيابي كيږي او تاسې ته مناسب بورس موندل كيږي.
مشوره:
– پدې ځاى كې د كمپيوټر، انګليسي ژبې او نورو برخو كې هغه ټول اسناد چې تاسې مختلفو كورسونو او يا نورو مركزونو نه ترلاسه كړي وي آپلاد كړئ. دا د نورو په پرتله ستاسې د انتخاب چانس لوړ كړي.

مشوره:
– بورسونو ته د انتخاب پر مهال په اړونده رشته كې كاري تجربه ډېر مهم فكتور دى. په ځانګړي توګه د ماسټرۍ او دوكتورا د بورسونو لپاره كاري تجربه اړينه ده. داسې پوهنځى يا رشته مه انتخابوئ چې ستاسې د كاري تجربې سره اړخ ونه لګوي. د بېلګې په ډول كه چېرې په حقوقي برخه كې كار كوئ د ماسټرۍ لپاره د كمپيوټر ژورناليزم د رشتې انتخابول به ستاسې چانس لږ كړي. كاري ساحه او انتخاب كړې رشته مو بايد له يو بل سره اړخ ولګوي.
مشوره:
– كه څه هم د هابي برخه په يواځې ځان كومه ځانګړې معنى نه لري خو د اورزنې په ټيم كې داسې رواني پوهان شته دى چې هغوى پدې خانه كې د معلوماتو په اساس كولاى شي چې د زده كوونكي د راتلونكې په اړه وړاندوينه وكړي. د بېلګې په ډول، زده كوونكى د نوم ليكنې پرمهال د طب پوهنځى انتخابوي خو د هابي په خانه كې بيا ليكي چې سپورټ سره ډېره مينه لري، هره ورځ دوه ساعته فوټبال كوي او داسې نور … د طب د پوهنځي درسونه سخت دي او محصلين يې هم ډېر وخت نه لري. ددې امله د ورځې دوه ساعته فوټبال كول او په عين وخت كې د طب د پوهنځي د ويلو هيله درلودل سره اړخ نه لګوي.ددې امله يې فورمه باطليږي. په ورته ډول كه څوك غواړي چې د سياست، ژورنالېزم او ورته نورو اجتماعي علومو په برخو كې زده كړې وكړي خو د هابي په خانه كې يې ليكلي وي چې “ تر ټولو ښه مصروفيت يې د كتاب مطالعه ده د“، دا هم ستونزه رامنځته كوي. ځكه چې اجتماعي علوم د كتاب د مطالعې ترڅنګ، اجتماعي فعاليت يوه مهمه برخه هم ده.
– لنډه دا چې مسلكي ټيم د هابي په خانه كې د معلوماتو نه دا پته لګولى شي چې زده كوونكى كه هر څومره بريالى هم وي، د خپلې كورنۍ نه لرې په پردي هېواد كې، پردي كلتور او پردۍ ژبې باندې د تحصيل لپاره په رواني ډول څومره تيارى لري؟ زده كوونكو ته ښايي چې پدې خانه كې خپل د ډاډ وړ معلومات وليكي. پدې خانه كې د ځان په اړه ريښتني معلومات وليكئ او د مبالغې نه ډډه وكړئ.

مشوره:
– نيت ليك په اصل كې هغه ليك ته ويل كيږي چې زده كوونكى پكې د خپلې خوښې د رشتې د انتخابولو لامل ذكر كوي. د نيت ليك ډېر اهميت لري. پدې لېك كې زده كوونكى بايد هغه حقيقي لاملونه ذكر كړي چې د خپلې خوښې د رشتې د انتخاب په برخه كې يې رول لوبولى دى. يواځې `شوق او علاقه` د رشتې د انتخاب په برخه كې كافي نه ده. داسې ډېر دلايل بايد وړاندې كړي چې له مخې يې د خپلې خوښې رشته انتخاب كړې ده.
– په پورتنۍ خانه كې د معلوماتو د ليكلو نه وړاندې نوماند زده كوونكى بايد له ځانه دا پوښتنه وكړي چې “ولې يې دا رشته انتخاب كړې ده؟“ ددې پوښتنې د ځواب په رڼا كې دويمه پوښتنه دا ده چې “ د خپلې راتلونكې په اړه څه فكر كوې؟ په راتلونكې كې كومه دنده غواړې؟“
پدې برخه كې زده كوونكي تر ټولو لويه خطا داسې كوي چې درې واړو پوښتنو ته د زده كوونكي ځواب معمولاً له يو بل سره په ټكر كې وي. د بېلګې په ډول زده كونكي د طب رشته انتخاب كړې ده خو غواړي چې په راتلونكې كې په دولت كې د وزارت په څېر سياسي دنده ولري. دا ډول خطاګانې د زده كوونكو د نوم ليكنې د باطلېدو سبب ګرځي. په لنډه توګه دلته دوه مهم ټكي په نظر كې نيول كيږي. ۱- د زده كوونكي سوانح او اسناد بايد د نوموړي د خوښې د رشتې سره اړخ ولګوي. ۲- د راتلونكې په اړه د زده كوونكي پلانونه هم بايد د نوموړي د خوښې رشتې سره اړخ ولګوي. د زده كوونكو د ارزوونې پرمهال زموږ مسلكي ټيم، د نوم ليكنې په فورمه كې لاندې پوښتنو ته قانع كوونكي ځوابونه لټوي.
۱ – آيا زده كوونكي د انتخاب كړې رشتې د كاري ډګر په اړه پوره معلومات لري؟
۲ – آيا زده كوونكى د خپل ځان په اړه د انتخاب كړې رشتې سره د مناسبې راتلونكې لپاره پلان لري؟
۳ – آيا په تركيه كې د انتخاب كړې رشتې په اړه يې پوره معلومات حاصل كړې دي؟
– لنډه دا چې كه چېرې په نيت ليك كې پوتنيو پوښتنو ته په مستقيم يا غير مستقيم ډول ځوابونه وركړل شوي وي، زده كوونكى د انټرويو لپاره غوښتل كيږي.
يادونه: د نوم ليكنې د فورمه د ډكوولو پرمهال كوښښ وكړئ چې ساده جملې وكاروئ او فورمه پخپله ډك كړئ. كه چېرې فورمه ستاسې لپاره د بل چا لخوا ډك شوى وي او معلومات مو له سويې لوړ وي نو ارزوونكې ډله پدې پوهيږي چې دا فورمه تاسې نه دى ډك كړى. ځكه يې باطلوي.
– په نيت ليك كې لومړى د خپل ځان او كورنۍ په اړه لنډ معلومات وركړئ او بيا د خپلې راتلونكې د پلانونو په اړه خپلې موخې او هيلې وليكئ.
پاملرنه!
– كه چېرې مركې “ انټرويو“ ته را وغوښتل شئ نو د نوم ليكنې پر مهال ستاسې لخوا د آپلاډ شوو ټولو اسنادو اصلي نسخې غوښتل كيږي.
مشوره:
– د نوم ليكنې پرمهال تر ټولو مهمه تېروتنه ، د زده كوونكو لخوا د رشتو د انتخاب په برخه كې ده. د بېلګې په ډول يو زده كوونكى چې په لېسه كې يې د طبعي علومو د نمرو اوسط تر ۹۰ سلنې ټيټ وي د طب پوهنځني ته مراجعه نشي كولاى. يا هغه كسان چې په لېسه كې يې د رياضي او فزيك د نمرو اوسط تر ۷۵ سلنې ټيټ دى خو دى بيا د انجينرۍ پوهنځنى انتخابوي. دا ډول انتخابونه په اتوماتيك ډول د نوم ليكنې د بهير د ردولو سبب كيږي. زده كوونكي بايد لومړى د خپلې سويې سره موازي رشتې انتخاب كړي.
– د طب د پوهنځي لپاره بورسونه ډېر كم دي. ددې امله د طب د پوهنځي په انتخابوولو كې ډېر احتياط وكړئ.
– د نوم ليكنې د بهير د پاى ته رسولو نه وروسته بيا نشئ كولائ چې په فورمه كې خپلو معلوماتو ته بدلون وركړئ. ددې امله د نوم ليكنې د پاى ته رسولو نه وړاندې د فورمې په خلاصه كې خپل معلومات په دقيق ډول كنترول كړئ او بيا نوم ليكنه پاى ته ورسوئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply