!د افغانستان ویش د طالبانو سره د سولی په پلمه  

اخترمحمد یوسفی

0 1,140

“اوتو بیسمارک” د  المان د پاچاهی صدراعظم  یو بریالی سیاسی او دولتی شخصیت ؤ، هغه ویلی دی چی د سولی تړون ټولی آرزوګانی لاس ته نشی راوړلای، او تړون هیڅکله و ټولو ګډون والو ته عادلانه نه وی.  

د طالبان  نوی طرحه چی غواړی د افغانستان له سویلي ولایاتو څخه دی د افغان دولت پوځیان وایستل شی،  د ۱۹۹۰ میلادی پشان د پاکستان لویه توطیه ده، کوم چی پاکستان  یوار بیا غواړی چی افغانستان د مرکزی دولت د درلودلو څخه بی برخه کړی او بیا یوه بله نوی خونړی جګړه په افغانستان کښی پیل کړی. 

د سیحون د خبری څانګی  د معلوماتو پر اساس، د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو ځانګړی استازی ښاغلي خلیلزاد کابل ته د افغان دولت سره د خبرو لپاره په یو بېړني سفر کابل ته راغلی ؤ، غوښتل یې چی د محمد اشرف غنی سره د مذاکراتو په اړوند د طالبانو د قطر د دفتر پیشنهادي نوی طرحه  د سویلی  ولایاتو څخه د افغان پوځیان وایستل شی.  مګر محمد اشرف غنی د زلمی خلیلزاد  له لیدلو څخه ډډه کړی ده.

کمزوری یی کړی.  دا د  پاکستان غواړی چی پدی کار سره د افغانستان د امنیتی قواو  مرکزی رهبری له منځه یوړل شی پاکستان هغه خاینانه توطیه ده چی افغانستان ته به هیڅکله  سوله رانشی، پاکستان غواړی چی د افغانستان هیواد او افغان هیوادوالو  ګډ ژوند او اوسنی بی امنیتی لاپسی ډیر زیات کړی د طالبانو پواسطه خپلی توطی پلی کوی.

روسان د ۱۹۹۰ میلادی کال کښی هم په همدی شان د یوی کړغړنی توطیی پلان د افغانستان په شمالی ولایات کښی پلی کړیدی، چی تر اوسه پوری د افغانستان د شمالی ولایات جګړه مارو ډلی  چی د ایران او ترکیه لاسپوڅی دی، د افغانستان د مرکزی دولت امرونه نه منی او د هیواد په شمالی ولایت کښی د خپل ځان جلا حکومت لری.

د ټولنیز پیژدنی علماؤ یوه ډیره په زړه پوری علمی او عملی معقوله ویلی ده چی وایی « په جګړه کښی د دښمن سره د پلان او هدف شریکول، هغه هدف به هیڅکله بریالی سر ته و نه رسیږی.»   

د افغانستان-پاکستان د ملګرو ملتونو تر نظر لاندی د ژنیو د تړون په درشل کښی،  روسانو او پاکستانیانو په ګډ ویل چی د هغه وخت د ډاکټر نجیب الله حکومت دی په پاکستان او ایران کښی افغان میښت «جهادی» تنظیمونه او مهاجرو  ته دی یو څو ولایتونه د هیواد په د ننه کښی خوښی کړی، تر څو چی د افغان میښت «جهادی» تنظیمونه او مهاجر د پاکستان او ایران څخه هیواد ته د ننه بیرته راشی. ظاهرآ د روسانو او پاکستانیانو دا غولونکی ګډ پیشنهاد د سولی لپاره منطقی ښکاریدل. د ډاکټر نجیب الله حکومت په هغه وخت کښی پریکړه وکړه چی د افغان میښت «جهادی» تنظیمونه او مهاجرو ته دی د افغانستان دننه کښی څو محدود ولایاتو لکه پکتیکا، خوست،  اروزګان او بامیان خوشی شی،  تر څو چی د افغان میښت «جهادی» تنظیمونه او مهاجر  د ملګرو ملتونو د سولی پلان د عملی کولو سره سم هیواد د ننه راشی، د سولی لپاره  لاره هواره  شی.

د روسانو او پاکستانیانو دا غولونکی ګډ پیشنهاد فقط د نوی جګړی له لاری د افغان میښت  «جهادی» تنظیمونه د واک د رسولو د پاره د جګړی  یوه خاینانه پلمه وه. د  لدی پروسی له پیل کیدو سره چی پکتیکا، خوست،  اروزګان او بامیان و مخالفو ډلو ته خوشی کیدل،   د پاکستانی پوځ او د افغان میښت «جهادی» تنظیمونه سمدلاسه پر جلال آباد باندی په ګډه حمله پیل  کړه،  د جلال آباد په جګړه کښی د پاکستان پوځ او د افغان میښت «جهادی» تنظیمونه ماته وخوړل.

 سوله افغانستان ته د جګړه مارو ډلو ترمنځ  د واک په ویشلو سره او یا د افغانستان   په شمال او سهیل ویښ باندی نه شی راتلای. افغان میړنی اولس د خپل د پلرنی سپیڅلی تاټوبی  ویشل نه غواړی. د افغانستان دښمنان چی اوس غواړی په افغانستان کښی  د طالبان سره د سولی  په پلمه هیواد په دی ډول وویشی، دا حقیت باید له نظره څخه  و نه باسی چی د  افغانستان ویش  نړی ته د تروریزم لپاره ځالی جوړ وی، دا کار  د سیمی او نړی  و ډیرو هیوادو ته د سولی   ډیر لوی ګواښ دی،  چی هرومرو به  و سیمی او  نړی  و ټولو هیوادو ته د امریکا په ګډون د جګړی ضرر رسیږی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply