اسماعیل دانش
ولسمشر غني به په نږدې راتلونکې کې د کابل د واورې افتتاح وکړي.
ارګ په یوه خپره کړې اعلامیه کې وایي، د ناسا د ادارې د محیط او اقلیم له برخې سره مو یو قرارداد امضا کړی، چې له مخې به یې په کابل هر کال واوره وریږي.
له بل پلوه، د پخواني ولسمشر کرزي پلویان وایي، چې نوموړې پروژه د کرزي په هلو ځلو پیل شوې وه او ګویا ولسمشر غني پخوانۍ پیل شوې پروژې بیا له سره افتتاح کوي.
حنیف اتمر همدا نن سهار یو مطبوعاتي کنفرانس ته په وینا کې وویل، هیڅ چا ته به اجازه ور نه کړو، چې د کابل د واورو په پروژه دې له طالبانو سره معامله وکړي، دا زموږ د ټیم هلې ځلې وې، چې بلاخره په کابل واوره ووریده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وایي، د کابل د ګوډاګۍ ادارې په دروغجنو خبرونو باید ملت و نه غولیږي، تیره ورځ امیرالمومنین ولس ته د استسقا لمانځه حکم کړی و، ځکه په کابل واوره ووریده، ذبیح الله مجاهد وایي، موږ په دې هکله د کابل د ګوډاګۍ ادارې ټول دروغجن تبلیغات په کلکه ردوو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320