د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونو ته غبرګونونه

79

کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۴): ډېرو کسانو د افغانستان پر خاوره د پاکستان د پوځي رژیم د تېرې شپې بریدونه غندلي، د غچ اخيستلو ګواښونه یې کړي او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي چې دا بریدونه بې‌ځوابه پرې نه ږدي.
د راپورونو له مخې، تېره شپه دوولس بجې د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې پاکستان د یوه ملکي کس کور بمبار وکړ چې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه کسان په‌کې شهیدان شول. دغه‌راز پاکستان په کونړ او پکتیکا کې هم هوایي بریدونه کړي چې په‌کې څلور ملکي کسان ټپيان شوي دي.
پر ټولنیزو پاڼو د خلکو غبرګونو
عبدالقادر جلالزي لیکلي: “دا پېښه د بشري وجدان د زغملو نه ده. د خوست د مظلومو ماشومانو او ښځو پر وړاندې دا وحشیانه برید هغه ظلم دی چې هېڅ ډول توجیه نه لري او د هر افغان د زړګي له تل څخه ورته غاښونو چیچل کېږي. دا برید پر یوې کورنۍ نه، بلکې د انسانیت پر تقدس برید دی. د افغانستان ولس د داسې جنایتونو حساب هېڅکله نه هېروي. د حق چیغه به تل لوړه وي، او د هر بې‌گناه وژل شوي ماشوم غږ به د عدالت تر دروازو پورې رسیږي. دا کار د یو دولت د کمزورۍ نښه نه ده، بلکې د هغه چا د شکست چیغه ده چې خپل زور د معصومو پر وینو ثابتوي.»
محمد فاروق لیکلي: «دا ځل يې اول باید سفارت ور وتړل شي او ټول ډیپلوماتان يي په ۴۸ ساعتونو کې اخراج شي او په دویم قدم کې باید غاښ ماتوونکی ځواب ورکړل شي او د هغو تنکيو ماشومانو غچ باید تري واخستل شي چې د پاکستان پوځي رژیم لخوا په افغانستان کي په نښه شوي دي او په شهادت ورسیدل.»
محمد ارمان لیکلي چې د افغانستان د خلک​و وینه هېڅکله ارزانه نه ده او هر بې‌ګناه افغان چې زیان ویني، د هغه درد ټول ملت احساسوي.
هغه زیاتوي: «د سیمې اوسنی حالت ډېر د اندېښنې وړ دی، خو تمه لرو چې افغانستان په هوښیارۍ، تدبیر او ملي موقف سره ځواب ورکړي. موږ د یو قوي، باوقاره او خپلواکه افغان حکومت ملاتړ کوو—هغه حکومت چې د خلکو امنیت، عزت او ملي ګټې د هر څه نه زیات مهم ګڼي.»
امین محمد لیکلي: «د افغانستان اتباع یا ملتونه باید د پاکستاني پوځ الوتکو، د بمبارۍ او د بې ګناه خلکو د بمبارۍ په اړه نړیوالو ادارو ته شکایت وکړي.»
امین منګل لیکلي : «لږ صبر وکړه، إن شاء الله ډېر ژر به داسې انتقام واخلو چې دا خاوره به یې هېر نه کړي، ځکه چې پر دې خاوره ډېرو کفارو سرونه خوړلي دي.»
شبیراحمد لیکلي: «دا خلک نه سمیږي او هر ځل د افغانستان د هوایي حریم د نقض ترڅنګ بی‌ګناه وګړي شهیدانوي، نو همدا یی وخت دی چې افغانان دې د یرغلګر دښمن په مقابل کې ملي قیام وکړي او داسې درس دې ورکړل شي چې نسلونه یې د افغانستان پر خاوره د یرغل جرات ونه کړي.»
ډېرو نورو کسانو هم پر ټولنیزو پانو ورته څرګندونې کړي دي.
اسلامي امارت هم پر افغانستان د پاکستان د تېرې شپې بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې د خپل هوايي او ځمکني حريم او خلکو دفاع خپل شرعي حق بولي او په مناسب وخت کې به لازم ځواب ورکړي.
ياد بريدونه د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف، د سولې عالي شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالله او ځینو نورو سیاسیونو هم په سختو ټکو غندلي دي.
د بشري حقونو نړیوال بنسټ (IHR) هم د پاکستان د پوځي رژیم د یاد برید په اړه ویلي، پر هغو سیمو بریدونه چې ملکي خلک پکې مېشت دي او د ډېرې مرګژوبلې لامل ګرځي، له نړیوالو حقونو د قانون او بشردوستانه اصولو جدي ‌سرغړونه بلل کېږي.
دغه بنسټ، د دغه برید د سملاسي، رڼې او خپلواکه څېړنې او په ښکاره د عدالت منګولو ته یې د عاملینو د سپارلو غوښتنه ګړې ده.

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.