هرات کې د فوټبال د یو لوبغاړي جسد موندل شوی

116

د فاریاب سرسبز یاشلر لوبډلې په هرات ولایت کې د خپل یو لوبغاړي د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

دغې لوبډلې ویلي چې فرهاد عادل لومړی وژل شوی او بیا یې جسد په داسې حال کې چې را ځړول شوی و، د هرات په قول اردو سیمه کې موندل شوی دی.

ټاکل شوې وه، فرهاد عابد د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو کې چې پرون پیل شوې دي، د دوشنبې په ورځ د خپلې لوبډلې په ګټه لوبېدلی وای.

د فاریاب سرسبز یاشلر لوبډلې د نوموړي د وژل کېدو په تړاو په خپور شوي پیغام کې ویلي، چې فرهاد عادل لومړی وژل شوی او بیا یې جسد په داسې حال کې چې را ځړول شوی و، د هرات په قول اردو سیمه کې موندل شوی دی.

د دې لوبډلې د معلوماتو له مخې، فرهاد عادل غرمه مهال د کار له ځایه کور ته غوښتل شوی چې هغلته له تګ وروسته د چمتو شوي پلان پر اساس وژل شوی او بیا یې جسد راځړول شوی دی.

فرهاد عادل د فاریاب اوسېدونکی و، خو په هرات ولایت کې اوسېده او د طوفان هریرود، سرخپوشان او د فاریاب سرسبز یاشلر لوبډلو لوبغاړی پاتې شوی دی.

نوموړي په دې وروستیو کې غوښتل چې د فوټبال لوبې روزونکی شي.

ABN

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.