د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) او همکارې ادارې یې، د روغتیا نړیوال کلسټر، چې د څو نړیوالو سازمانونو جوړه شبکه ده، وايي چې د امریکا د بهرنیو مرستو بندیدو په تېرو لسو ورځو کې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د ۱۶۷ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه ځنډولي یا هم تړلي دي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ د دویمې دورې په پیل کې د امریکا بهرنۍ مرستې وځنډولې او ویې ویل، چې دا مرستې باید وارزول شي او په خبره یې دا د امریکا له ملي ګټو او ارزښتونو سره سمون نه لري.
د (ډبلیو اچ او) او د روغتیا نړیوال کلسټر په ګډ راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ (د مارچ په ۶مه) د ریلیف پر وېبپاڼه خپور شوی او د فبرورۍ له ۲۵مې د مارچ تر څلورمې نیټې موده په کې ارزول شوې، راغلي، چې دې اقدام مهمو روغتیايي خدمتونو ته د خلکو، په ځانګړې توګه د زیانمنو، د لاسرسي کچه د پام وړ کمزورې کړې ده.
راپور کې راغلي، چې د دغو مرکزونو د فعالیتونو ځنډېدل یا بندېدل، چې د بېړنیو مرستو د پروژو له ملاتړ برخمن وو، په افغانستان کې یې له یو نیم میلیون زیات خلک اغېزمن کړي دي.
د دغه راپور له مخې، د افغانستان په ختیځ کې د ۵۰ روغتیايي مرکزونو په ځنډېدو یا تړل کېدو سره دا سیمه تر ټولو زیاته اغېزمنه ده.
د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ یو اوسېدونکي عبدالمنان لایق هم ازادي راډیو ته وویل:
“موږ ډېر خوشحاله وو چې زموږ سیمې ته کلینک راغلی، خو اوس بند دی، موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو، له مرکزي کلینیک نه هم ډېر لرې یو، دلته موټر نشته، تر سړکه تقریباً یو ساعت پلی مزل دی، ناروغان روغتون ته نه رسېږي او ان داسې وختونه هم راغلي چې مېرمنو په لارو کې ماشومان زېږولي.”
(ډبلیو اچ او) او د روغتیا نړیوال کلسټر مخکې د فبرورۍ په ۲۵مه او مارچ ۳مه هم په جلا جلا راپورونو کې ویلي وو، چې د متحده ایالاتو د بهرنیو مرستو ځنډېدو په افغانستان کې شاوخوا ۵۱۰ روغتیايي تاسیساتو فعالیتونه ځنډولي یا یې له امله تړلي، چې په ټول هېواد کې یې څلور میلیونه خلک اغېزمن کړي دي.
د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم ویلي، چې روان میلادي کال کې به په افغانستان کې ۱۴.۳ میلیونه خلک بېړنیو روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له ننګونو سره مخ شي.
اوچا په خپل نوي راپور کې، چې د مارچ په شپږمه خپور شوی، ویلي، چې افغانستان له سوډان وروسته بشري مرستو ته د ۲۲.۹ میلیونه اړمنو خلکو په لرلو د اړمنو له پلوه د نړۍ دوهم هېواد دی.
راپور زیاتوي، چې روان میلادي کال به په افغانستان کې ۲۱ میلیونه خلک کافي اوبو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ونه لري، ۱۴.۸ میلیونه وګړي به د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ شي، او په ټکو یې ۷.۸ میلیونه ښځې او ماشومان به د تغذیې ملاتړ ته اړتیا ولري.
په افغانستان کې ځینې خلک هم وايي، چې بېړنیو بشري مرستو ته اړمن دي.
د پروان ولایت د چاریکار سیمې اوسېدونکې ذکیه وايي، چې دا او ماشومان یې په چای او وچې ډوډۍ د روژې شپې ورځې تېروي.
“که په کور کې نفقه ګټونکی او داسې څوک ونه لرو، چې مرسته راورسوي، نو زموږ به څه حال وي؟ همدا اوس بې حاله پرېوتې یم، له چای او وچې ډوډۍ به څه جوړ شي؟ ماشومان مې هم زما په شان راویښ دي او وچه ډوډۍ او چای خوري، که ګاونډیان څه ولري، رالېږي یې، خو چې ویې نه لري، هېڅ.”
له دې مخکې هم یو شمېر نړیوالو سازمانونو د امریکا د بهرنیو مرستو له ځنډېدو وروسته، په افغانستان کې د روغتیايي وضعیت د بدېدو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي. تر اوسه دا نه ده څرګنده، چې د امریکا نوې ولسمشر اداره به تر ارزونې وروسته دا مرستې بېرته پیل کړي که نه.
ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.