کابل کې یوشمېر دیني عالمانو د طالبانو د حکومت پر مشرتابه کلکې نیوکې کړي او دغه حکومت یې د واک په انحصار تورن کړی دی. دیني عالمانو دغه نیوکې پرون سه شنبه په کابل کې په جلا جلا غونډو کې کړي او د طالبانو له حکومته یې غوښتي چې پر خپلو تګلارو له سره غور وکړي.
د طالبانو د حکومت او واک پر څرنګوالي تر دې وړاندې هم نیوکې شوي، خو په پلازمېنه کابل کې، هغه هم د دیني عالمانو او د طالبانو د ملاتړو له خوا دا ډول څرګندونې کمسارې دي.
” واک ټول په کندهار مه منحصروی، له کندهاره یې وباسی، نور ولایتونه هم د افغانستان اړوند دي.”
واک ټول په کندهار مه منحصروی، له کندهاره یې وباسی، نور ولایتونه هم د افغانستان اړوند ديکابل کې یو دیني عالم
دغه دیني عالم طالبان تورنوي چې واک یې په کندهار کې انحصار کړی او په حکومت کې یې تر ډيره د یوه قوم او یوه ولایت خلک ځای پر ځای کړي دي.
” د افغانستان واک، که هغه وزارت، ریاست، مدیریت یا هر څه وي، په واقعي ډول یې د افغانستان قومونو ته ورکړی. راځی عدالت په نظر کې ونیسو، ټول خلک او قومونه تر دغه چتر لاندې راولو او د خلکو حق ورکړو. د واک انحصار له هیڅ اړخه ښه نه دی، داسې ټولشموله حکومت جوړ کړی چې ټول خلک په کې ځان وویني. تاسو چې هر ځای د کندهار کس ګماری، دا خپله تعصب دی، تعصب دین کې ځای نه لري.”
هغه چې نوم یې څرګند نه دی دغه نیوکې پرون سه شنبه په کابل کې ” د اسلامي نظام د ثبات او د ولسونو د یوالي او انسجام” تر سرلیک لاندې هغې غونډې ته وکړې چې د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت جوړه کړې وه.
دغه دیني عالم ادعا وکړه چې دا مهال د طالبانو د کابینې ۱۲ وزیران د کندهار دي او په وینا یې دا عدالت نه دی.
د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته د دوی د قدرت اصلي هسته چې مشر یې ملا هبت الله اخوندزاده او د هغه ټیم دی، کندهار کې میشت دي.
اخوندزاده څو ځله د کابینې غونډه هم کندهار کې جوړه کړې او د هغوی د حکومت اکثره فرمانونه هم له هغه ځایه صادریږي.
په یوه جلا غونډه کې چې په ظاهره د کابل په موسهي ولسوالۍ کې جوړه شوې وه، دیني عالم او د کابل د علماو د شورا غړي شیخ عبدالحمید حماسي هم پر طالبانو نیوکې وکړې او وې ویل، ولس ناراضه دی.” په پټو سترګو باندې سیاست نه کیږي، داسې نه کیږي چې په پټو سترګو ګرځو او ملت نه ناخبره اوسو. وزیر صاحب نن پوستکي خرڅېږي، مخ ته یې واچوه، یوه ورځ راشه په اډه کې یوه ټکسي کې کینه، پکتیا خواته ولاړ شه او خلک وغږوه چې ملت څه وایي. یوه ورځ ۳۰۲ بس کې چې هرات خواته ځي کینه، خلک وغږوه چې څه وایي. دا خلک داسې حالت ته مه راوله، خلکو باندې داسې حکمراني مه کوه چې ملت ناراضه اوسیږي.”
هڅه مو وکړه چې د دیني عالمانو د دغو نیوکو په اړه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد نظر هم ولرو، خو هغه زمونږ پوښتنه ځواب نه کړه.
تر دې وړاندې بیا طالبانو ورته نیوکې رد کړي او ویلې یې دي چې حکومت کې یې قومي انډول په پام کې نیول شوی دی.
د چارو پوهان بیا د طالبانو له دغه دریځ سره موافق نه دي او دوی ویلي، د طالبانو د حکومت په کابینه کې له قومي پلوه نسبي انډول شته، خو له فکري پلوه ټول د یوې ایډیولوژۍ خلک په کې دي.
ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.