کاناډا، ایټالیا، سویس او بُن کې د افغانستان استازولیو وېب‌پا‌ڼې بندې شوې دي

340

کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۳): په کاناډا، ایټالیا، سویس او بُن کې د افغانستان د سیاسي استازولیو وېب‌پاڼې په داسې حال کې بندې شوې دي چې د بهرنیو چارو وزارت درې ورځې مخکې وویل، د دغو او په بهر کې د هېواد د یو شمېر نورو استازولیو قونسلي خدمتونو ورته د منلو نه دي، خو دغو استازولیو وویل چې د پخوا په څېر د قونسلي خدمتونو دوام ته ژمن دي.

دا مهال (د زمري میاشتې دوولسمه، له غرمې وروسته یوه نیمه بجه) په کاناډا، ایټالیا، سویس او د المان په بن ښار کې د افغانستان د استازولیو وېب‌پاڼې بندې دي. د دغو وېب‌پاڼو د بندېدو لامل نه دی څرګند شوی.

خو په لندن، بلجیم، برلین، اتریش، فرانسه، یونان، پولنډ، سویډن، ناروې او اسټرالیا کې د افغانستان د استازولیو وېب‌پاڼې فعالې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د روانې زمري میاشتې په نهمه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو چې له یادې نېټې وروسته د لندن، بلجيم، برلين، بن، سويس، اتريش، فرانسه، ايټاليا، يونان، پولنډ، سويډن، ناروې، کاناډا او استراليا استازولیو له لوري قونسلي خدمتونه د مرکز او اړوند بنسټونو له لوري له مرکز سره د نه همغږۍ له امله، د منلو وړ نه دي او دغه وزارت د یادو سندونو پر وړاندې هیڅ ډول مسوولیت نه لري او نه هم اجرأت پرې ترسره کېږي.

دغه وزارت لیکلي وو چې بهر مېشتي هېوادوال او بهرنیان کولای شي د افغانستان له پورتنیو استازولیو پرته په نورو هېوادونو کې د افغانستان اسلامي امارت استازولیو ته د قونسلي خدمتونو او ویزو تر لاسه کولو لپاره مراجعه وکړي.

خو د زمري په لسمه د افغانستان د سیاسي او قونسلي استازولیو د همغږۍ شورا د اعلامیې په خپرولو سره وویل چې قونسلي خدمات د ملي قوانینو او نړۍوالو مقرراتو په رعایت، بشپړې روڼټیا او امانت‌دارۍ او د افغانستان د تېر جمهوري حکومت د مشروعیت او اعتبار پر بنسټ ترسره شوي او ترسره کېږي او د بهرنیو چارو وزارت له لوري د قونسلي خدمتونو د نه منلو پرېکړه به افغان کډوال له ستونزو سره مخامخ کړي.

سرچینې زیاته کړې وه چې په اروپایي هېوادونو، کاناډا، استرالیا او نورو هېوادونو کې د افغانستان سیاسي او قونسلي استازولۍ دې ته په پام چې د دوی ډېری قونسلي خدمات د کوربه هېوادونو اړوند ادارو پورې تړاو لري، د ملي قوانینو او نړۍوالو مقرراتو په چوکاټ او د کوربه هېوادونو له ادارو سره د نږدې پوهاوي او همغږي له لارې د تېر په څېر د قونسلي خدمتونو دوام ته ژمن دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.