هندوستان: د افغانستان په مسئله کې دې د پاکستان د رول نظارت وشي

897

هندوستان وايي د امریکا ولسمشر جو بایدن او نور رهبران په دې سلا شوي چې د افغانستان په اړه د پاکستان رول به په پوره دقت سره څاري. هندوستان د افغانستان په ستونزو کې د پاکستان رول د خپل تاريخي حريف په توګه «لمسونکی» بللی دی.

د هندوستان صدراعظم نریندا مودی له جو بایدن سره تر خپلې لومړنۍ حضوري کتنې وروسته د استرالیا او جاپان له رهبرانو سره په يوې جوړې شوې څلور اړخيزه غونډه کې هم ګډون وکړ. د فرانسې خبري آژانس د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر ۲۵مه) له واشنګتن څخه د هندي چارواکو له قوله خبر ورکړ چې مودي په دغې غونډه کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسیدلو وروسته د افراطي ډلو په اړه خپله انديښنه شريکه کړه.

د هندوستان د بهرنيو چارو د وزارت سکرتر، هریش وردهان شرينګلا د سپينې ماڼۍ تر خبرو اترو وروسته خبريالانو ته وویل: «یو څرګند احساس موجود وو چې په افغانستان کې دې د پاکستان رول په لا ډير دقت سره وکتل، په ډير احتیاط سره وارزول او وڅارل شي … د پاکستان رول د تروریزم په مسئله … رول باید په نظر کې نیول شوی وی.»

Afghanistan Kabul - Taliban PKطالبانو تر شل کلنۍ جګړې وروسته د اګست په ۱۵مه یو ځل بیا د افغانستان واک ترلاسه کړ

هغه زیاته کړه چې څلور اړخيزه سرمشريزه به هغه «مهمې نقطې په نظر کې ولري کوم چې ځینې وخت نادیده ګڼل شوي، کله چې تاسو وينې پاکستان خپل ځان د یو سهولت برابروونکي په توګه مخته کوي په داسې حال کې چې په واقعیت کې هغه په ډيرو مواردو کې زموږ په ګاونډ او تر هغه ورهاخوا د ستونزو له پاره هڅې کوي.»

هندوستان د افغانستان د پرزول شوي حکومت له مهمو متحدينو څخه وو. د اشرف غني په مشرۍ دغه حکومت نژدې یوه نیمه میاشت مخکې له افغانستانه د امریکايي قواوو په وتلو د طالبانو له خوا ړنګ شو او په دې سره طالبانو تر شل کاله جګړې وروسته یو ځل بیا واک ته ورسيدل.

طالبانو پر افغانستان خپله لومړنۍ واکمنۍ د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کاله درولوده او په دغې موده کې پاکستان د دغې ډلې يو د مهمو ملاتړکونکو څخه وو. که څه هم تر ۲۰۰۱ وروسته پاکستان د طالبانو د رژيم په ړنګولو سره امریکا ترڅنګ ودرید خو له بلې خوا ځينې امریکايي چارواکي د افغانستان په جګړه کې پاکستان او په ځانګړې توګه د دغه هیواد استخباراتي سازمان له طالبانو څخه په ملاتړ تورن کړی دی. د طالبانو څخه ملاتړ بیا په افغانستان کې د هندوستان د نفوذ څخه د پاکستان د انديښنو له کبله ښودل شوی دی.

Pakistan Islamabad Taliban-Delegation trifft Außenminister Shah Mahmood Qureshiد سولې د مذاکراتو د وخت د طالبانو مرکچي پلاوی په اسلام آباد کې د پاکستان له خارجه وزیر شاه محمود قریشي سره

خو امریکا متحده ایالاتو بیا په عامه توګه د افغانستان په جګړه کې د پاکستان له هڅو هرکلی کړی چې په وينا يې وکړای شو طالبان د مذاکرې ميز ته کينوي چې په نتیجه کې ېې د افغانستان واک ته هم ورسيدل.

 همدارنګه د امریکا خارجه وزیر انتوني بلینکن د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې له پاکستان څخه مننه وکړه چې له افغانستان څخه يې د امریکايي اتباعو د وښکلو په برخه کې مرسته کړې ده. په مقابل کې د بلینکن پاکستاني سیال شاه محمود قریشي هغه ته وويل چې «خپلو مهمو موخو ته د رسیدو» له پاره به ګډ کار کوي.

د نریندرا مودي په مشرۍ د هندوستان عوامپاله حکومت پاکستان سره ښه مناسبات نه لري او پاکستان يې په خپله خاوره کې د بریدونو پر سازمان ورکولو باندې تورن کړی دی. خو مودي سربیره پر دې، روان کال پر عمران خان باندې د ښو اړیکو د رامنځ ته کيدو له پاره غږ وکړ.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.