امريكايي چارواکو یو ځل بیا ګواښ کړی، چې که طالبان د تاوتریخوالي کچه ټیټه نه کړي؛ نو دوی به له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو لړۍ ودروي.
په افغانستان کې د امریکا سرپرست سفیر راس وېلسن له فرانس پریس سره په مرکې کې ویلي، چې افغانستان کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د کچې د لوړېدو له کبله اندېښنې لري.
نوموړي ویلي، طالبان دې دا فکر نه کوي، چې دوی به د سرتېرو تر وتلو وروسته له افغانستان سره خپلې اړیکې پرې کوي؛ بلکې دوی به له ترهګري سره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
وېلسن ویلي، چې طالبانو د دوحې تړون نقض کړی او په دې وروستیو کې یې پر ملکي وګړو د تاوتریخوالي کچه لوړه کړې ده.
د ده په وینا، چې که چېرته طالبان خپلو بریدونو ته دوام ورکړي؛ نو دوی به تر هغې په افغانستان کې ښکېل پاتې شي، چې ډاډمن نه شي.
ده زیاته کړې، چې افغانستان کې لا هم د القاعده ډله فعاله ده، چې امریکا او نړۍ ته ترې ګواښ پېښېدای شي.
وېلسن افغانستان کې وروستیو بریدونو ته په اشارې ویلي چې تر ډېره په یادو بریدونو کې طالبان ښکېل دي او دوی به هېڅکله افغانستان یوازې پرې نه ږدي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.