افغان وطن او انګریزان / لومړۍ برخه 

افغان وطن او انګریزان  لومړۍ برخه:  بېل یې کړه او اېل یې کړه (Divide and rule):  انګریزانو د خپلې استعماري واکمنۍ د پراختیا او چلولو لپاره د ځای، قومونو، مذهبونو، ټولنیزو طبقو او سیاسي شرایطو له مخې بېلابېلې لارې لټولي او کارولې، لکه د قومي او مذهبي اختلافونو له سیاسي استعمال څخه نیولې تر غیر مستقیمې واکمنۍ ( Indirect rule) پورې. په نایجیریا، کینیا، یوګندا، سوډان، جنوبي افریقا، قبرس، سریلانکا، مالایا، فلسطین، عراق، مصر او د نړۍ په ډېرو نورو برخو کې، غیرمستقیمه واکمني د برتانوي استعمار مهمه وسیله وه.  په فلسطین کې برتانیې، د خپل واک ساتلو لپاره د عربو او یهودانو ترمنځ د سیاسي جوړښتونو مدیریت په خپل لاس کې ساته؛ په عراق کې د عرب، کرد، شیعه او سني ترمنځ د واک د ویش کنترول، په مالایا کې د چیني، مالایې او هندي ټولنو د اقتصاد، مالي چارو او ادارې رول له لاري استعماري کنترول، په افریقا … Continue reading افغان وطن او انګریزان / لومړۍ برخه