د افغانستان ځانګړي شرایط او د دولت جوړونې مسأله

د افغانستان ځانګړي شرایط او د دولت جوړونې مسأله دولت او حکومت څه شی دی؟ ولې افغانستان یوه باثباته ملي دولت ته اړتیا لري؟ آیا له ټاکنو پرته د خلکو د مشارکت نورې لارې شته؟ دا او دې ته د ورته  نورو پوښتنو،  کره ځوابونه په همدې لیکنه کې ومومئ. دولت هغه سیاسي او حقوقي جوړښت دی چې په یوه ټاکلې جغرافیه کې د خلکو خاوری،  حاکمیت او ادارو پر بنسټ رامنځته کېږي. دولت د قانون جوړونې، امنیت، عدالت، بهرني سیاست او د عامه نظم د ساتلو مسؤلیت لري. حکومت د دولت هغه اجرائیوي برخه ده چې د یوې ټاکلې مودې  لپاره د دولت چارې پر مخ وړي. حکومتونه بدلېږي، خو دولت دایمي بنسټونه لري. د نړۍ هېوادونه د خپل تاریخ، کلتور، ټولنیز جوړښت او سیاسي تجربو  له مخې بېلابېل حکومتي نظامونه لري. هېڅ نظام په مطلق ډول د ټولو هېوادونو لپاره مناسب نه دی؛  … Continue reading د افغانستان ځانګړي شرایط او د دولت جوړونې مسأله