د مرګ پر وخت په انسان څه تیریږي؟
ګرانو دوستانو ! لاندې په زړه پورې مطلب یو ځلې ولولي څه د مرګ په وخت کې پر انسان څه تیریږي ؟ پوهېږئ د مرګ پر وخت انسان څه احساس کوي؟ د مرګ په اړه ډېرې څېړنې شوې چې انسان څه ډول احساس لري او یا هم درد ورسېږي او که نه، چا یو ډول نظروړاندې کړی او چا بل ډول، خو اوس یوه نوې څېړنه د مړینې پر مهال د انسان د احساس په اړه عجیبه معلوماتوړاندې کوي. څېړونکي وایي، کله چې انسان مړ کېږي، له احساساتو او جذباتو ډک، تر یوه سخت وضعیت لاندې وي. دوی د انسان مغز او وینې ته دوه ډوله الې دننه کړي. لومړۍ آله چې مغز ته دننه شوې معلومه کړې یې ده چې د مړینې پر مهال د انسان په مغزو کې یو ډول طوفانرا منځ ته کېږي چې له دېرشو تر یو سلواتیا ثانیو پورې دوام کوي. په همدې وخت کې د انسان په مغزو کې تر یو درجن زیات نیورو ټرانسمیټرونه د تحرک په حالت کې وي چې پهکېډوپامین او نورایپینفرین شامل دي. ډوپامین د انسان داخلي خوښۍ او ډاډ معلوموي او نورایپینفرین بیا د انسان بدن ته خبرتیا ورکوي. په دې دواړو حالاتو کې معلومه شوه چې انسان یو ډول ډاډ لري او همدرانګه بدن یې د یوې نوې تجربې لهپارهتیارېږي. څېړونکي همدارنګه وایي، د مرګ پر مهال انسان ځان په یوه تیاره سوري کې ګوري چې له تیارو ډک وي او کرار کرار یېروښنایي له سترګو ورکېږي. دوی وایي، دا حالت ځکه پیدا کېږي چې د انسان وینه نور فعالیت نه شي کولای او له کبله یې پر سترګو تياره راځي. زموږ انګلیسي ویبپاڼه: Donate Here
Copy and paste this URL into your WordPress site to embed
Copy and paste this code into your site to embed