Browsing Tag

آمنه فنا

غزل

زما د زړه زخمي زخمي ارمانه د زړه ارمانه، ارماني ارمانه زه خو دا ستا په امید ژوند تېروم ستا به هم زړه کې ارمان وې ارمانه؟ زړه کې مې خښ کړلې زیارت مې کړلې د پوهنتون، د ښونځي ارمانه اخی سیلۍ د خزان وځپلې ارمان ارمان د…

یه بارانه

یه بارانه! ښکلوې مې، ښکلوې مې نازوې مې، نازوې مې په یوه سا مې له غبرګو اننګو نه خدایزده څو مچکې اخلې اخی ټول وجود مې ريږدي له ساړو نه، ستا وړو وړو مچونه دومره مینه؟ دومره مینه جار دې وشوخه شیرینه برنډه کې یم ولاړه درته ګورم، درته…

نری شماله

نری شماله! د سپرلي نری شماله  راوړه حال زما د کلي حال زما د کلي ښکلي د ها ښکلي، ها سپېڅلي پوره کال شو تللې نه یم کور او کلی مې یادېږي زړه مې ویلې اوبه کیږي د سپرلي نری شماله راته وایه راته وایه د بابا کلا مې بیا ده ګلپوش شوي؟…

غزل

له تانه څومره لرې،آه له ځانه څومره لرې له زړه نه څومره لرې، له ارمانه څومره لرې د درد له ګرده جوړه، د ټکور د اوبو خوبه خوړلې یم دردونو، له درمانه څومره لرې دا ځمکه مې له پښو نه تښتوي دا ځینې خلک یه خدایه زه ناچاره، له آسمانه…

زما نوی کال په نوي غم پـیـلیـږي

«زما نوی کال په نوي غم پـیـلیـږي» «... غبرګ غوږونه مې کاڼه دي سږ مې زنګ د ښونځي اورېدای نه شم  سږ پر لور د رڼا پل ایښودی نه شم سږ مې دواړه پښې پرې دي سږ مې بندې د مکتب شنې دروازې دي  اخی زړه کې مې د درد ستنې کږې دي...»   (آمنه فنا)…

غزل

نن مې زړه غواړي وزرې واغوندم د غزل زرينې پَرې واغوندم پرېږده پرېږده چې نغمه نغمه نغمه شم پرېږده پرېږده چې سندرې واغوندم زه به څه وکړم پروا د ساړه ژمي زه چې ستا تودې خبرې واغوندم ستا د زړه تر بام د خیال پر وزر درشم؟ که…

د خزان ګړکۍ

یه زړګيه،! یه زړګیه! ته پوهېږې؟ ته پوهېږې؟ موده کېږي، موده کېږي نړېدلي مې د هلیو دنګ برجونه خاورې خاورې مې دي ګل ګل امیدونه مستانه احساس مې شنه لوخړه شوی هدیره یم، هدیره يمه دننه ښايستونه، ارزښتونه مې بایللي د خزان کړکۍ کې ناسته د…