آیا د هوږې ( اوږه ) له ګټو څخه خبر یاستي؟
څېړنه : د شپږو لاملونو له مخې باید سړی هره ورځ یو پلې هوږه وخوري ایا پوهیږئ، چې هوږه د سړیو لپاره له ګټې خالي نه ده ،پوهیږو ، چې هوږه خوړو ته ځانګړې بوی او خوند ورکوي، داد غوره خوړو لپاره وړ وسیله ده . له زرګونو کلونو راهسې دا پيژندل شوې ده،چې هوږه ډېرې ګټې لري. که یوهمېرمن وغواړي،چې له خپل میړه ښې جنسي اړیکې ولري بیا پردې ځان پوه کړي،چې د ژوند ملګری یې په منظمهتوګه هوږه ورکړي . دا تجربه شوې ده ،چې هوږه د سړي جنسي ځواک پیاوړی کوي ، د وینې جریان تنظیموي پردېسربېره نورې جنسي اړتیاوې هم پوره کوي . ۱– هوږه د زړه روغتیا لپاره ښه ده : هوږه یوازې د عاطفي ژوند لپاره نه ، بلکې د زړه دروغتیا لپاره هم ښه او غوره ګڼل شوې ده، رښتیا هم هوږه دزړه لهناروغیو سره مبارزه کوي ، دوینې فشار راټیټوي ، کولسټرول هم کنترولوي ، هوږه د سړیو لپاره یوازې دا ګټه نه لري. الله عزوجل په هوږه کې داسې عناصر ځای پر ځای کړي دي،چې د هضم پرمهال ستونزه او تسمم له منځه وړي . ۲– هوږه د پروسټاټ د پړسوب مخه نیسي : د سړیو عمر ،چې څومره ډیریږي دا اندېښنه وي ،چې د ځینو به پروسټاټ وپړسیږي ، خو پیاز او هوږه بیا دا وړتیالري،چې د پروسټاټ د پړسوب مخنیوې وکړي ، څېړنو دا ښودلې ده،چې هغه کسان،چې په منظمه توګه هوږه او پیاز کاروي دوی د هغو کسانو په پرتله د پروسټاټ له پړسوب څخه 28% خوندي وي . ۳– هوږه د ګاز، میکروب ضد ده : د هوږې له ډېرو مثبتو ځانګړو څخه یوه داده ،چې د الیسین په نوم یوه ماده لري او دا د تسمم ضد ده ، پردېسربېره هوږه د انسان په بدن کې د شته زهرجنو موادو په له منځه وړلو کې هم خپل رول لري . ددې تر څنګ دپښتورګو لپاره هم ګټوره ده . دا هم د یادونې ده که چیرې یو څوک زکام وي په کار ده ،چې ډېره هوږه ونه خوري ځکه هوږه د پوزې د پړسوبلامل ګرځي . ۴– هوږه د پښو د چاویدو درملنه کوي : په هوږه کې شته مواد دا وړتیا لري،چې د هغو ورزش کارانو د پښو د چاودیدو مخه ونیسي او یا یې د درمل په توګهوکاروي . که چیرې ستاسې د پښو پونده چاوده وي څلور پلیه تازه میده شوې هوږه په ګرمو اوبه کې واچوئ او بیا ددیرشو دقیقو لپاره په کې خپلې پښې کیږدې ، که چیرې دا چاره درې ورځې تکرار شي د پوندو او پښو د چاودیدودرملنه مو کېدای شي . ۵– له سرطان سره مبارزه کوي : په هوږه کې دسلینیوم په نوم ماده شته او دا له سرطان سره مبارزه کوي په ځانګړې توګه د څو سرطاني ناروغیوڅخه ،چې په دودیزه توګه سړي ورسره مخ کیږي لکه پروسټاټ سرطان او مثانه ، غټو کولمو (کولون )، معده ، سږي. ۶– د بدن دفاعي ځواک پیاوړې کوي : په هوږه کې شته ترکیب پر بدن مثبت اغیز پریباسي او دفاعي ځواک یې لا پیاوړې کوي ،چې د څو ناروغیو مخه نیسي، په 2020 ز کې پر 21 کسانو دا تجربه پلې شوې ده او دا څرګنده شوه چې په منظمه توګه د هوږې خوړل د زکاممخه نیسي . د مرګ پر وخت په انسان څه … Continue reading آیا د هوږې ( اوږه ) له ګټو څخه خبر یاستي؟
Copy and paste this URL into your WordPress site to embed
Copy and paste this code into your site to embed