د ۱۹۴۹ کال د جون په ۱۲ مه، د پنجاب یوې جنګي الوتکې د خوست ولایت د مغلګۍ سیمه بمبارد کړه. په دې پېښه کې یو شمېر ملکي کسان او د پوستو سرتېري ووژل شول. د پنجاب د پوځي یرغل په وړاندې د هغه مهال د شاهي حکومت کابېني اضطراري غونډه وکړه او یوه اعلامیه یې که څه هم غښتلې نه وه، خپره کړه. په اعلامیه کې راغلي« داسې معلومات موږ ته راسېدلي چې د کرښې پر لورې پاکستانی پوځ د حرکت په حال کې دی او د افغانستان حکومت په دې اړوند پاکستاني لورې ته خپل توند اعتراض او پروټیست وړاندې کړی او غوښتي یې دي، چې خپل لښکر دي بیرته پر شا وګرځوي، له دښمنانه کړنو دې لاس واخلي او د شوي بمبارد او … Continue reading مغلګۍ او پنجاب
Copy and paste this URL into your WordPress site to embed
Copy and paste this code into your site to embed