آیا پوھیږئ! ولې د اسلامي امارت د افرادو د سیاسي او دیني افکارو تر منځ تناقض او په ځینې مواردو کې ان ټکر لیدل کیږي؟ لامل یې ښایي په دیني برخه کې دا وي چې موږ په اجتھادي فقه کې ثوابت نه لرو ھمدا راز زموږ سیاسي اسلامي تصور ھم د مختلفو فکري مکاتبو اندونه دي چې د افرادو او اشخاصو له اړخه د امارت په استازیتوبوړاندې کیږي! ځکه نو د امارت نظر د خپلو افرادو او د افرادو له امارت او د صف د نورو ملگریو له نظریاتو سرہ په تناقض کې واقع کیږي! د دې ستونزو د حل لپارہ دینی او سیاسی مرجعیت حتمي دی، تر څو د یوې داسې شوری بنسټ را جوړ کړي ې د کار ساحه یې پراخه او پریکړې یې الزامی وي، داسې شوری چی د ستر فقیه امام ابو الحسن الماوردي دمواصافاتو پر بنسټ وی، داسې شورا چې غړي یې تکړہ دیني علماء، مسلکي کادرنو، قومی مخور د قانون اوسیاست او سیاسی فقهی متخصص علماء د هیواد د علیا منافعو د تشخیص متخصصین او نور وي! دا شورابه د هیواد په کچه په سترو سیاسی او دیني اجتھادي مسائلو کې د آخري مرجع په توگه پیژندل شوې وي او د پریکړو منل به یې الزامي وي، نو له ډیرو سترو ستونزو څخه به مو ځانونه، ولس او امارت ژغورلای وي! د دې شورا ځینې عاجلې گټې دا دي: ۱- دا شورا د فرد محورۍ مخه نیسي ۲- دا شوری د افرادو او اشخاصو د شخصی او سلوقوي اجتهادا مخه نیسی ۳- د ا شورا د مختلفو رایو په اتفاق. د متشدد فکر او سخت دریځو کړیو مخه نیسی ۴- دا شورا به د یو معتدل فکر او د ھیواد او نظام د مصلحت درک ته په پام کی نیولو سرہ پریکړی کوی ۵- دا شورا به د لنډ اندو کړیو او اوسنیو نا متوازنه فرمانونو تر منځ د افراط او تفریط مخه نیسی ۶- دا شورا به د دیني مسایلو په اړه د حنفۍ فقهې او د هیواد مُسلَم کلتور په توجه ته خپلې پریکړې کوي ۷- او بالآخرہ به دا شورا د قانوني، سیاسي او دیني اعلی مرجعیت پر اساس دهیواد د مختلفو مسایلو د حلاو د ولس سره د پیوستون سبب شي! ان شاء الله العزیز والله المستعان ////////////////////////////////////////////////////////////////////////
Copy and paste this URL into your WordPress site to embed
Copy and paste this code into your site to embed